دامریکا دحقیقی ماهیّت د پیژندنی ضرورت
د شفافیَت دنړیوالې موسسې بنسټګر فرانک واګل په همداوروستیو کې وئیلی دی ، په افغانستان کې د شخړې اصلی نتیجې دقانون دحاکمیّت نشتوالی او اداری فساد دی .
زمونږخبریال هم راپورراکړی ،فرانک واګل همداراز وئیلی دی ، دافغانستان حکومت په فساد کې ډوب دی ، په همدې خاطر په عمومی خلکو کې دطالبانو نفوذ لازیات شوی دی . هغه وائی افغان چارواکی په افغانستان کې په تراخو حقایقو سترګې پټوی چې دا چاره لامل شوې په دغه جنګ ځپلی هیواد کې فساد اوناکرارۍ لاپسیې زیاتې شی .
د شفافیّت د نړیوالې اارې د بنسټګر دغه څرګندونې داسې واقعیّتونه دی ، چې هیڅ یو وجدان لرونکی انسان ورځینی انکار نشی ولی .
هغه څه چې ورته اشاره وشوه ، پخپله افغان چارواکی هم وخت په وخت پرې اعتراف کوی . دافغانستان ولسمشر اشرف غنی د کورنیو چارو وزارت د فساد ځاله بللې د ه . د معارفو وزارت ، د څارنوالۍ او قضائی اورګانونه ، په ټول کې په هرې ادارې او اورګان کې د فساد بیلګې موجودې دی چې په حقیقت کې ئې دافغانستان د حکومت او نظام اعتبار اوحیثیت تر ډیره حده داغی کړی دی او دغه اورګانونه ئې تر پوښتنې لاندې وروستلی دی. دافغانستان حکومتی چارواکو هم په دې چارې اعتراف کړی دی چې خلک خپلې حقوقی مسئلې د طالبانو ادارو ته وړاندې کوی او دهغوی په لاس ئې حل لټوی .
ډیره شناندی وائی په ځای قضائی ادارو کې دفساد اوبډې رشوتونو په باب د ځینو مسئلو او موضوعګانو معلومات ،رسنیو ته هم رسیدلی او خلک هم پرې خبر دی او یو غوره عامل همدا دی چې په شاوخوا کې ډیرې قضائی ادارې په ټپه تړل شوی اویا فلج شوی دی .
د شفافیَت د نړیوالې ادارې د بنسټګر دا خبرې چې ا مریکائی چارواکی په افغانستان کې په تراخو حقایقو سترګې پټوی ، د غور وړ دی .
په دې معنا چې ا مریکائی چارواکی دغه کار قصدا کوی ، دا امریکایان دی چې په افغانستان کې ئې د مالی اداری فساد دروازې پرانیستی دی ، او په افغانستان کې د یوه شفاف حکومت په نسبت په فساد کې ډوب حکومت دامریکا په ګټه دی . ځکه که له فساد پاک حکومت جوړ شی ، نو په داسې بڼه کې به دخپل ولس خدمت وکړی ، دهغوی لپاره به د افغانستان ملی ګټې ترجیح ولری ،د پرَدیو له غلامې ا و ګوډاګیتوبه به آزاد شی او بلاخره به هیواد یوه دایمی ثبات ته ورسیږی ،دافغانانو په لاس د افغانانو د وژلو پروژه او نیابتی او پرَدی جنګونه به پای ته ورسیږی .نو دا پوښتنه راپورته کیږی ، چې آیا امریکائی چارواکی په افغانستان کې دغه شان وضعیّت منلی اوزغملی شی ؟
نو ډیری شناندی او او د چارو کارپوهان وائی ، د دغې پوښتنې ځواب مشخص دی ، کله چې فساد عمومی شی، فسادی مافیاوې ، د هیواد په حکومت او سیاست مسلطې شی ، نو طبیعی خبره ده چې له دغه شان حکومت سره به دخلکو واټن زیات شی او حکومت هم مجبوره کیږی ، څو پر پرَدیو تکیه وکړی . اوسنی وضعیّت چې پر افغانانو مسلط شوی دی ، کله دامریکا موخه پر افغانستان د واکمنې همدغې ډلې په لاس پوره کیږی،او د بلې مرحلې لپاره نوو څیرو اوشخصیتونو ته اړتیا شی،نو همدغه امریکا دتیر وخت په څیر په حکومت کې موجود د فساد درست تراخۀ حقایق لیکوالانو اوخبریالانو ته وړاندې کوی او ټول به په یو هیړ رسوا کړی..... هغې ورځې ته په هیلې سره چې،افغانان په تیره بیا حکومتی او قومی مشران ویښ شی او دامریکا اصلی ماهیّت وپیژنی،څو خپله ملی اوقومی دنده ترسره کړی .
(لیکوال : عاشق حسین طوری )