دافغانستان دکورنیو چارو وزارت له ګودامه وسلې غلا شوی
-
د حکومتي عسکرو د وسلو خرڅول او اداري فساد د کابل دحکومت لپاره په امنیتي شخړې بدل شوي دي .
زمونږخبریال وایی دافغانستان یوې سرچینې د کورنیو چارو دوزارت له ګودام څخه د شپې په مهال د لیدو څو دروبینونو(Night Goggles) او د لسګونو میله وسلو د غلا کیدا خبر ورکړ .
دافغانستان طلوع ټیلی ویژن چینل ددغه خبر په اعلانولو سره راپور ورکړ په وسله والو مخالفینو د حکومتی عسکرو د وسلو خرڅول او اداری فساد د کابل دحکومت لپاره په امنیتی شخړې بدل شوی دی .
دافغانستان دکورنیو چارو وزارت دغه موضوع ته په غبرګون وویل دغه وسلې د وروستوالی په دلیل له پولیسو راټولې کړې شوی وی خو د دغه وزارت له ګودام څخه غلا شوی دی .
دافغانستان دکورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب رادمنش وویل امنیتی ځواکونو دغه موضع تعقیب کړه او په دې ارتباط یې دولس(۱۲) کسان نیولی دی .
دافغانستان حکومت تراوسه نه دی توانیدلی په طالبانو د حکومتی عسکرو د جنګی مهماتو او دوسلو له خرڅولو سره دمبارزې لپاره اغیزشیندونکی لاره غوره کړی .
دافغانستان چارواکی وایی ډیر حکومتی عسکر او پولیس دامنیتی ځواکونو او دپوځ دمهماتو او د وسلو له ګودامونو په غلا شویو وسلو سره وژل شوی دی .