متحده عربی امارات افغانستان ته پوځیان استوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i72796-متحده_عربی_امارات_افغانستان_ته_پوځیان_استوی
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ دامریکا په مشرۍ دناټو تر څارنې لاندې په خپل هیواد کښې د متحده عربی اماراتو د ځواکونو له شتون او فعالیت سره موافقت وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 06, 2018 15:12 Asia/Kabul
  • متحده عربي اماراتو افغانستان ته دخپلو عسکرو داستولو وړاندیز کړی دی .
    متحده عربي اماراتو افغانستان ته دخپلو عسکرو داستولو وړاندیز کړی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ دامریکا په مشرۍ دناټو تر څارنې لاندې په خپل هیواد کښې د متحده عربی اماراتو د ځواکونو له شتون او فعالیت سره موافقت وکړ .

دافغانستان دولسمشرۍ ماڼۍ نن وویل دملی امنیت شورا په غونډې کښې د روزنې په هدف افغانستان ته د عسکرو داستولو لپاره د متحده عربی اماراتو په وړاندیز بحث وشو او ورسره موافقت هم وشو .

دافغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د متحده عربی اماراتو د استول کیدونکو عسکرو شمیر او دهغوې نیټې ته کومه اشاره نه ده کړی .

په افغانستان کښې د ناټو او دامریکا دعسکرو قوماندان جنرال جان نیکلسن د لومړی ځل لپاره تیره میاشت ویلی وو  متحده عربی اماراتو افغانستان ته دخپلو عسکرو داستولو وړاندیز کړی دی .