افغانستان د امریکا د پلټونکی ادارې راپور رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75262-افغانستان_د_امریکا_د_پلټونکی_ادارې_راپور_رد_کړ
تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان د لوی څارنوال ویاند جمشید رسولی دهیواد د بیارغاونې په چارو کښې د امریکا د پلټنې ځانګړی اداره سیګار(SIGAR) په ګډو وډو خبرو تورنه کړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 03, 2018 04:38 Asia/Kabul
  • له کابل سره د واشنګټن  مالی مرستې په افغانستان کښې د اداری   فساد د پراخیدا سبب شوی دی .
    له کابل سره د واشنګټن مالی مرستې په افغانستان کښې د اداری فساد د پراخیدا سبب شوی دی .

تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان د لوی څارنوال ویاند جمشید رسولی دهیواد د بیارغاونې په چارو کښې د امریکا د پلټنې ځانګړی اداره سیګار(SIGAR) په ګډو وډو خبرو تورنه کړه .

هغه وویل په افغانستان کښې د اقتصادی جرمونو په دوسیو د قضایی ادارو د نا غور کولو په اړه د هیواد په چارو کښې د امریکا د پلټنې د ځانګړی ادارې سیګار(Special Inspector General for Afghanistan Reconstruction) راپور حقیقت نلری .

دافغانستان د بیارغاونې په چارو کښې دامریکا د ځانګړی ادارې سیګار ځانګړی پلټونکی جان ساپکو() څه موده مخکې ویلی وو د افغانستان لوی څارنوال له هغو حکومتی چارواکو سره چې په اداری فساد تورن  دی له چلند کولو ډډه کوی .

خو د افغانستان دلوی څارنوال ویاند جمشید رسولی دغه  خبرې ته په غبرګون کښې وویل د سیګار ادارې راپور د حقیقت پراساس نه دی تدوین شوی او له ګډو وډو خبر ډک دی .

له دې مخکې هم د افغانستان دبیا رغاونې په چارو کښې د امریکا ځانګړی پلټونکی جان ساپکو ادعا کړی وه له کابل سره د واشنګټن  مالی مرستې په افغانستان کښې د اداری   فساد د پراخیدا سبب شوی دی .

دافغانستان له اداری فساد سره د مبارزې د لوړې ادارې مشر سید حسین فخری هم ویلی وو په هیواد کښې د اداری فساد په دودولو او پراخولو کښې دامریکا په شمول بهرنی هیوادونه  مهم رول لری .