دافغانستان دپارلیمانی انتخاباتوپه باب حکمتیار دوه ګوڼه کړچارغوره کړی دی
تیره اونۍ د افغانستان د حزب اسلامی یو مسئول مقام امین کریم د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ دلوړروتبه سلاکار په توګه منصوب شوی دی . پر دې سربیره اشرف غنی د دغه ګوند دوه نور کسان هم د دغه هیواد په مشرانو جرګې کې دانتصابی سناتورانو په توګه ټاکلی دی .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، دافغانستان د حزب اسلامی حکمتیار دلې مشر ګلبدین حکمتیار پرون د دغه هیواد دانتخاباتو کمیشن د پارلیمانی او ولایتی شوراګانو دانتخاباتو د انجنیّرډ کولو او درغلۍ د زمینې دبرابرولو لپاره په هڅې تورن کړی دی .
حکمتیار په داسې حال کې حکومتی چارواکی د روان کال داکتوبر په شلمه نیټه دانتخاباتو د خرابولو د پلان لپاره په هڅې تورن کړی ، چې له دې مخکې ئې دافغانستان د حکومت له انتخاباتی سیاستونو بشپړ ملاتړ اعلان کړی ؤ .
له دې وروسته چې حزب اسلامی دافغانستان دسیاسی ګوندونو په ستر ائیتلاف کې له ګډونه ډډه کړې ، داشرف غنی حکومت هم د دغه ګوند لپاره ځانګړی امتیازونه په نظر کې ونیول . په عین حال کې تیره اونۍ د افغانستان د حزب اسلامی یو مسئول مقام امین کریم د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ دلوړروتبه سلاکار په توګه منصوب شوی دی . پر دې سربیره اشرف غنی د دغه ګوند دوه نور کسان هم د دغه هیواد په مشرانو جرګې کې دانتصابی سناتورانو په توګه ټاکلی دی .