له پاکستان سره د ارتباط په اړه د اشرف غني وېنا ته د طالب ډلې ځواب
طالب ډلې وويل، د پاکستان په شمول د سيمې له هېوادونو سره د دغې ډلې تعلقات د متقابل احترام په بنياد دي.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې طالب ډلې پرون په يوې بيانيه کښې له اسلام اباد سره د دغې ډلې د تعلق په باره کښې د افغان ولسمشر اشرف غني د وېنا په ردعمل کښې وويل، له پاکستان او نورو هېوادونو سره د دغې ډلې تعلقات د متقابل احترام په بنيادي دي او دغه ډله له هيڅ يو هېواد سره پېېلې نه ده.
د طالبانو په بيانيه کښې راغلي دي چې دغه ډله له نورو هېوادونو سره د تماس له لارې غواړي خپل پېغام ورورسوي او پاکستان هم د افغانستان د ګاونډي هېواد په توګه له دغې قاعدې مستثنی نه دے.
افغان ولسمشرپه دې وروستيووختونو کښې په يوه وېنا کښې له طالب ډلې او پاکستانه وغوښتل چې د دوو اړخيزو تعلقاتو په اړه دې وضاحت ورکړي.
په کابل کښې د پاکستان سفير په دې ورستيو کښې وويل چې طالب ډله د پاکستان په کوششونوسره د صلحې خبرو اترو ته حاضره شوې او اسلام آباد د صلحې له خبرو اترو سره د يوځاے کېدو لپاره د دغې ډلې په هڅولو کښې خپل کردار ادا کړےدے.