عبدالله عبدالله د ایران له ولس او حکومت سره خواخوږي ښودلې
د افغانستان د ملي وحدت د اجرايي شورا مشر د ایران له سیلاب ځپلو خلکو، ولس او حکومت سره غمرازي وکړه.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې ډاکټر عبدا... عبدا... نن په یو پيغام کښې د افغانستان د حکومت او ولس په استازیتوب د ایران په ځینو سیمو کښې د وروستي سیلاب له امله د وژل شویو له کورنیو سره خپله خواخوږي او تسلیت اعلان کړ.
هغه په دې خبرې سره چې د افغانستان خلک د دې پیښو له امله رامینځته شوي غم او خفګان کښې ځانونه د ایران د اسلامي جمهوریت له حکومت او خلکو سره شریک ګڼي، هیله وښودله چې د ایران شریف ولس زرترزره له دې سختو ورځو تیر شي.
له دې مخکښې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یو پيغام کښې د ایران له سیلاب ځپلو او حکومت سره خپله غمرازي شریکه کړې وه.
د ویلو ده چې د ګلستان، مازندران، فارس او لرستان په شمول د ایران په څو ولایتونو کښې د وروستیو سیلابونو له امله لسګونه کسان مړه شوي او څه باندې سل تنه زخمي شوي دي.