افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۸-۰۴-۱۵
ګرانو او محترمو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې له يوبل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. په شروع کښې به هم د افغانستان او پاکستان د مهمو خبرونو سرټکي وړاندې کړو او بيا به هم په دې اړه څو تحليلي رپوټونه درته واوروو.
نو ښه ده په سر کښې هم د مهمو خبرونو سرټکي:
د افغانستان په حکومت کښې د صلحې د چارو د وزير غوره کول، د پاکستان د چارواکو او مسئولانو د پانګو د اعلان د مهلت ختمېدل، د افغانستان له طالب مشرانو سره د پاکستان د وزيراعظم کتنه، له طالب ډلې سره د امريکې خبرې اترې د سپينې ماڼۍ د ګټو د پوره کولو لپاره يوه وسيله، د پاکستان لخوا د لشکر طيبه ترهه ګرې ډلې د سرغنه قضائي تعقيب،د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د خنډېدلو غوښتنه او د دغه هېواد له ملي ګټو سره د هغې تناقض، د امريکې په تور لېسټ کښې د پاکستان د بلوچ لېبرېشن آرمي راوستل،د پاکستان له فوځي چارواکو سره د روسيې د لوړ رتبه فوځي پلاوي کتنه، د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کښې د انجنيئرۍ په کولو د افغان حکومت تورن والے،د امريکې او طالبانو د خبرو اترو اوم پړاو جوړېدل او له امريکې څخه د کتنې لپاره د پاکستان وزيراعظم ته د ټرمپ بلنه په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان ډېر مهم خبرونه او بدلونونه وو.
په دوام کښې هم څو تحليلي رپوټونو ته غوږ شئ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په يو حکم کښې په افغانستان کښې د صلحې د چارو وزير وټاکۀ.
د افغانستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر د يوې بيانې په خپرولو سره اعلان وکړ، د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر مشر عبدالسلام رحيمي د دغه هېواد د صلحې په چارو کښې د حکومت د وزير او د ولسمشرۍ د خاص استازي په توګه ټاکل شوے دے. د افغانستان د ولسمشر د حکم له مخې عبدالسلام رحيمي به له دې وروسته د صلحې په چارو کښې د حکومت د وزير په توګه د افغانستان د کابينې او د ملي امنيت د شورا غړے وي.
د صلحې په چارو کښې د افغان حکومت د وزير او ولسمشر د خاص استازي مقررول په داسې حال کښې دي چې له ۲۰۱۰ کال راهسې او د دغه هېواد د مخکښينې ولسمشر حامد کرزي په فرمان سره په افغانستان کښې د صلحې د بهير د تعقيبولو په ماموريت سره د صلحې عالي شورا تشکيل شوه چې البته د دغې ادارې په باره کښې د موافقانو او مخالفانو لخوا مختلف نظريات مطرح دي.
البته بايد پاملرنه اوشي چې د افغانستان د صلحې په چارو کښې د حکومت د وزير په پوسټ د عبدالسلام رحيمي د مقررولو په اړه د دغه هېواد د ولسمشر حکم د افغانستان د کابينې د رسمي وزيرانو له مقام سره چې د دغه هېواد په وزارتخانو کښې د هغوي مسئوليت په اساسي قانون کښې ټاکل شوے دے فرق لري.
که څه هم د اشرف غني په حکم کښې عبدلسلام رحيمي د صلحې په چارو کښې د حکومت د وزير په پوسټ مقرر شوے دے خو هغه له ولسي جرګې څخه د اعتماد د رائې اخېستلو ته څه ضرورت نه لري.
د افغانستان د اساسي قانون د 164 مادې د ۱۳ بند له مخې ولسمشر کخولې شي د خپل تشخيص په بنياد داسې کسان چې د ولسمشر د خاص استازي او په خاصو چارو کښې د حکومت د وزير په توګه مقرر کړي چې په عامه توګه د دغه هېواد په هيڅ يوې وزارتخانې کښې د دندو په چوکاټ کښې شتون نه لري.
د خاص نمائند او د صلحې په چارو کښې د حکومت د وزير په پوسټ د عبدالسلام رحيمي مقررول چې په يو وخت د افغان ولسمشر د دفتر د مشرۍ پوسټ هم په غاړه لري، په نومبر کښې د ولسمشرۍ انتخاباتو ت په پاتې وروستيو مياشتو کښې صلحې ته د اشرف غني د جدي پاملرنې ښودنه کوي چې د اشرف غني د سيالو لخوا دغه انتصاب په سياسي او تبليغاتي انګېزو سره هم وجاجول شي.
البته د صلحې په چارو کښې د افغانستان د حکومت د وزير په توګه د رحيمي مقررول د دغه هېواد د عالي شورا د مشر محمد کريم خليلي لپاره دا پېغام لري چې محمد اشرف غني د دغې ادارې له کارکردګۍ څخه راضي نه دے او د ځينو ملاحظاتو په بنياد د خليلي له څنګته کولو نه بغېر د صلحې په چارو کښې خاص استازے مقرر کړے دے چې د صلحې د عالي شورا د مقام د کمزورۍ سبب شي.
په داسې حال کښې چې په افغانستان کښې ځينو رسنيو د رحيمي له مقررولو وروسته د صلحې د عالي شورا د ړنګېدو د احتمال خبر ورکړے دے، دا پوښتنه مطرح ده د صلحې په چارو کښې د حکومت د وزير په معرفي کولو سره د دغه هېواد ولسمشر به د صلحې د عالي شروا د فعاليت د دوام په باره کښې څه فېصله غوره کړي؟
په سياسي چارو کښې د پاکستان د وزيراعظم خاص استازي په نزدې راتلونکو وختونو کښې له طالب مشرانو سره د دغه هېواد د وزيراعظم د کتنې خبر ورکړ.
نعيم الحق وويل، عمران خان به ډېر زر په اسلام اباد کښې له طالب مشرانو کتنه او په افغانستان کښې د جنګ د خاتمې او د صلحې او ثبات د ټينګښت په اړه خبرې اترې وکړي. هغه تاکيد وکړ چې پاکستان د افغانستان د بحران د هواري او د هند په شمول له ټولو ګاونډي هېوادونو سره د دوستانه تعلقاتو غوښتونکے دے.
په اسلام آباد کښې له طالب مشرانو سره د پاکستان د وزيراعظم د راتلونکې کتنهې په باره کښې د عمران خان د صلاحکار وېنا به يو نوې واقعه وي چې د دغه هېواد په سياسي او امنيتي ډګر کښې د طالبانو د دوسيې له خلاصېدو نه پس په تېرو څو لسيزو کښې په اول ځل د پاکستان د بهرني سیاسي په اېجنډا کښې راغلې ده.
دا پوښتنه مطرح ده چې د کومو ملاحظاتو له مخې ټاکل شوې ده په افغانستان کښې د طالب ډلې له حکومت نه تر نسکورېدو پورې د دغې ډلې له راڅرکندېدو نه په څه د پاسه دوه لسيزو کښې د وړومبي ځل لپاره په پاکستان کښې يو وزيراعظم له طالب مشرانو سره کتنه او خبرې اترې وکړي.
دې ته په پام سره چې د کابل او اسلام اباد په تعلقاتو کښې يو اصلي مشکل په افغانستان کښې د جنګ له خاتمې او له صلحې او ثبات سره په مرسته کښې د موثره رول په نه لوبولو د پاکستان تورنېدل دي، له طالب مشرانو سره له کتنې څخه د عمران خان يو مقصد په افغانستان کښې د جنګ او تاوتريخوالي د ختمولو لپاره له افغان حکومت سره په تعاون کښې د پاکستان د ارادې اثباتول دي.
همدارنګ له طالب مشرانو سره د کتنې لپاره د عمران خان پروګرام چې ويل شوي دي په افغانستان کښې به د جنګ له ختمولو سره د مرستې په هدف سره ترسره شي له پاکستان سره د مرستو د بيا شروع کولو لپاره د امريکې د نظر په جلبولو کښې هم ګټور کېدې شي چې دغه هېواد د صلحې د مسئلې په اړه په افغانستان کښې د سپينې ماڼۍ په پروګرامونو کښې په خنډ اچونې او ورانکارۍ تورنوي.
له دې نه علاوه پاکستان دې ته اندېښمن دے چې د افغانستان د مسائلو په اړه د هند او چين کوششونو او تحرکاتو ته په پام سره که په دغه هېواد کښې د ملي پخوله ينې په بهير کښې د پام وړ اقدام ونه کړي د افغانستان په سياسي راتلونکي بانتدې د تاثير کولو او رول لوبولو امکان به ونه لري.
په همدې وجه پاکستان هم له افغانستان سره د سياسي نزدېکت او د دغه هېواد د خلقو د بدګمانۍ او بې اعتمادۍ د کمولو لپاره په افغانستان کښې د صلحې په مسئله کښې د موثره ګام پورته کولو لپاره په کوشش کښې دے.
البته بايد پاملرنه اوشي چې له طالب مشرانو سره د راتلونکې کتنې په اړه د عمران خان د اهدافو يوه برخه له افغانستان سره په تعلقاتو کښې د تاوتريخوالي د کمولو او دغه هېواد ته د ثبات له ستنولو سره د مرستې په زمينه کښې د سترو اقداماتوپه ډګر کښې د پاکستان د خلقو لپاره د يو بل شان شخصيت په توګه معرفي کول دي چې مهم سيمه ايز اثرات هم ولري.
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نامزدانو شورا په کابل کښې د ملګرو ملتو له خاص استازي سره په کتنه کښې له طالب ډلې سره د صلحې موافقې ته له رسېدو نه پس د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو جوړولوغوښتنه وکړه.
له طالبانو سره له صلحې نه وروسته وخت ته د انتخاباتو د ځنډولو په باره کښې چې په کابل کښې د ملګرو ملتو له خاص استازي سره په کتنه کښې مطرح شول د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځينو نامزدو کسانو د غور وړ دريځ د هغې غوښتنې په خلاف چاره ده چې د دغه هېواد د ولسشمشرۍ د انتخاباتو نامزدانو له دغې ناستې نه مخکښې تعقيبوله.
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نامزدانو به له دې مخکښې تل د انتخاباتو په جوړېدو کښې ځنډ په ډېموکرېسۍ باندې د واکمنو اصولو او قواعدو خلاف ورزي او د دغه هېواد د اساسي قانون په ضرورياتو باندې سترګې پټول بلل.
د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو کاندیدانو له دې مخکې تل د انتخاباتو په ترسره کیدا کې ځنډ ددغه هیواد د اساسی قانون پر مقرراتو د سټرګو د پټولو او پر ډیموکراسۍ د واکمنو قواعدو او اصولو څخه سرغړونه ګڼله او ددغه هیواد ولسمشراشرف غنی،په ټاکلی وخت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو دترسره کیدا لپاره د لازمو زمینو د نه برابرولو له لارې د ډیموکراسۍپه داغی کولو او د قانون په خلاف ورزۍ تورن کړی ؤ .
هغه څه چې مسلم دی،له طالبانوډلې سره ترروغې جوړې پورې دانتخاباتو دځنډولو لپاره د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دکاندیدانو دشوراغوښتنه سره له دې چې دډیموکراسۍ له اصولو سره په تضاد کې او دقانون په خلاف ده، منطقی نه ده او ددغه هیواد د ولس له عمومی ګټو اومصلحتونو سره هم سمون نه خوری .
دغه غوښتنه په داسې حال کې شوی چې د جنګ دختمیدا اویا د دایمی اووربند دټینګیدا لپاره له طالبانو ډلې سره دموافقې د ترلاسه کولو و وخت هیڅ ډ ول اټکل کول وجود نه لری .
په تیره بیا دا چې په قطر کې د طالبانو او امریکائی استازو ترمینځ د ناکاموخبرواترو له شپږو پړاؤنو وروسته دسولې لپاره کومې موافقې ته درسیدا لرلید لا زیات د شکونو په شپول کې دی او په افغانستان کې د امریکائی عسکرو د شتون پر دوام د امریکاټینګار او په مقابل کې له دغه هیواده د بهرنیو عسکرو پر وتلو د طالبانو ټینګار،له هرڅه زیات په جنګ ځپلی افغانستان کې د سولې اوثبات دټینګیدا لپاره هیلې پیکه کړی دی .
په دغه شان شرائطو کې چې دامریکا او طالبانو په دریځونو کې د نرمښت نه شتون،دهغوی ترمینځ د خبرواترو د تیرو شپږو پړاؤنو د ناکامۍ او په افغانستان کې د سولې دترلاسه کولو د زمینې دلاپیچلتیالامل شوی،له طالبانو ډلې سره سولې ته د رسیدا له وخته وروسته پړاؤ ته د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وخت ځنډیدا،تر یوه نامعلوم وخت پورې په دغه هیوادکې د ډیموکراسۍ چُټی کول دی .
-----------------