له طالب ډلې سره د کابل نېغ په نېغه خبرو اترو باندې د افغان ولسمشر تاکيد
(last modified Thu, 24 Oct 2019 11:38:53 GMT )
Oct 24, 2019 16:08 Asia/Kabul
  • له طالب ډلې سره د کابل نېغ په نېغه خبرو اترو باندې د افغان ولسمشر تاکيد

افغان ولسمشر د دغه هېواد د بحران د هواري لپاره له طالب ډلې سره د کابل د نېغ په نېغه خبرو ترو په لازموالي تاکيد وکړ او وې ويل، په افغانستان کښې پائېداره صلح هغه وخت رانځته کېدې شي چې حکومت او طالب ډلې نېغ په نېغه خبرې اترې وکړي.

محمد اشرف غني همدارنګ له دې څخه چې افغان حکومت د امريکې او طالب ډلې ترمېنځ په خبرو اترو کښې څنګته پاتې شو، ناراضګي څرګنده کړه او زياته يې کړه، کابل پکار دي له دغو خبرو اترو څخه خبر وي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر وياند صديق صديقي هم په دې اړه تاکيد وکړ، افغان حکومت د صلحې په ټينګښت ژمن دے، خو دغه هېواد هغه وخت پائېدارې او باعزته صلحې ته رسېدې شي چې دغه بهير د حکومت لخوا لارښونه شي.

د افغان  حکومت دغه نظر که څه هم جدي نه دے خو په داسې وخت کښې چې د امريکې او طالب ډلې د خبرو اترو د شروع کېدو ګنګوسۍ اورېدل کيږي معنادار او مهم دے. په دې معنا چې د افغان حکومت له موجودګۍ او رول لوبونې بغېر له طالب ډلې سره د هر ډول خبرې اترې به بې نتيجې  وي او ضروري رواوالے به ونه لري.

د کابل حکومت د استازيو په غېرحاضرۍ کښې د قطر په دوحه کښې له طالب ډلې سره دامريکې د خبرو اترو د نهو پړاونو تجربه او بالاخره د دغو خبرو اترو ماتې په دې ادعا يوه ګواهي ده چې داسې خبرې اترې د افغانستان کيشتۍ د ارامښت غاړې ته نه شي رسولې.

له دې نه په تېرېدو داسې ښکاري چې افغان چارواکي هم په نورو هېوادونو کښې د زياترو چارواکو په شان دې خبرې ته ښه متوجه شوي دي چې د نړيوالو مسائلو په باره کښې د فېصلې کولو لپاره د امريکې واکمنه ډله ضروري فکري انسجام نه لري او په تېره بيا د افغانستان په باره کښې د امريکې په حکومت او کانګرس کښې يو لړ متناقض او متضاد نظريات موجود دي.

په داسې حالاتو کښې حقيقت دا دے چې له طالبانو سره د کابل نېغ په نېغه خبرې اترې د کابل له لورې د دغو خبرو اترو لارښونه نه يوازې يو انتخاب بلکه يو نه انکارېدونکے ضرورت دے.

البته بايد وويل شي چې تر هغه وخته  چې د امريکې او طالب ډلې خبرې اترې بيا شروع شوې نه وي کابل زيات او مناسب فرصت لري چې د خبرو اترو د افغانيزه کولو لپاره خپل ظرفيتونه په کار راولي.

په دې مېنځومان کښې په سيمه او نړۍ کښې له تاثير کونکو لوبغاړو سره د کابل صلاح مشورې د کابل روا غوښتنې ته د امريکې او طالبانو په قانع کولو کښې موثره کېدې شي.

له دې نه په تېرېدو په دغه هېواد کښې حکومت او د اقتدار اصلي ډلې پکار دي له طالب ډلې سره د هر ډول خبرو اترو له شروع کېدو نه مخکښې د صلحې د موضوع په اړه يوې واحدې او مسنجمه پاليسۍ ته اورسي.

بې له شکه د افغانستان راتلونکے له اوسنيو حساسو حالاتو څخه له کاميابۍ تېرېدنې سره تړلے دے او په افغانستان کښې د امريکې توره عملنامه په ښه ډول د دې ښودنه کوي چې له طالب ډلې سره د دغه هېواد د خبرو اترو مثبتې نتيجې ته هيله ولرلې شي.

په داسې حالاتو کښې پکار دي وويل شي چې د افغان حکومت لخوا د صلحې د خبرو اترو لارښونه نه يوازې ضروري ده بلکه کابل په دې لار کښې له قدم اېښودو نه بغېر بله څه چاره نه لري او بې له شکه چې په دغه سختې کنده کپرې لاره کښې له هر څه نه مخکښې د دغه هېواد ټولې کورنۍ ډلې ملي او وفاقي اجماع ته ضرورت لري.

------------

 

ټیګونه