طالبانو درې امریکایی ترهګر عسکر وژلی
Nov 07, 2019 00:50 Asia/Kabul
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون وویل چې د لوګر ولایت« پل علم »سیمې ته نږدې په «دوشنبه» نومې سیمه کښې د امریکا د عسکرو په ګډ کاروان برید وشو چې په ترڅ کښې یې درې (۳) امریکایی ترهګر پوځیان ووژل شول او درې (۳) نور ژوبل هم شول .
طالبانو ډلې د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا له واشنګټن سره د خبرواترو له لغوه کولو وروسته په ټول افغانستان کښې د امریکا د نیواکګرو پوځیانو پرضد حملې زیاتې کړی دی .
له طالبانو سره د امریکا د چارواکو نهه (۹) ځله خبرواترو تراوسه د افغانستان دخلکو لپاره کومه ګټه نه ده لرلی بلکې دغه مذاکرات سبب شوی چې په هیواد کښې جنګ ، د وینې تویدل او ترهګرې حملې زیاتې شی .
ټیګونه