په هلمند کښې بم چاودنې اته عسکر وژلی دی
Dec 09, 2019 10:10 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وایی د افغانستان د هلمند د والی ویاند عمر زواک وویل نن سهار د دغه ولایت په نادعلی ولسوالۍ کښې په تور پل سیمه کښې د پوځ یوې (۱) اډې ته نږدې بم چاودنه شوی ده چې پکښې په اتو (۸) حکومتی عسکرو وژل کیدا سربیره دوه (۲) پوځیان ژوبل شوی هم دی .
د هلمند د والی ویاند عمر ځواک ویلی پولیس په سیمه کی د ماینونو په شنډولو بوخت و او چاودنه پرې شوې وه.
د افغانستان طالبانو ویلی دی چې دغه حمله د دوې یوه (۱) غړی کړی ده او ادعا یې کړی ده چې حکومتی عسکرو ته یې درنې مرګ ژوبلې اړولی دی .
ټیګونه