په قره باغ کښې د امنيتي ځواکونو په مسائلو غور کيږي
په قره باغ کښې د امنيتي ځواکونو په مسائلو غور کيږي
Dec 16, 2019 10:57 Asia/Kabul
د افغانستان غزنی سیمه ایز چارواکې وایي قره باغ کښې به د ميشتو امنيتي ځواکونو اړتياوو ته رسيدګي اوشي
له غزني نه زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د غزني والي وحيدالله "کليمزي" قره باغ ولسوالۍ ته په سويل ختيځ ﺯون کې د 203 تندر قول اردو او د غوڅ ملاتړ قومندانانو او د دي ولايت د امنيتي ارګانونو د مشرتابه په ملتيا د سفر پر مهال، قره باغ ولسوالۍ کې د امنيتي ادارو مسئولينو ته د ملاتړ او غوښتنو ته يې د رسيدګۍ ژمنه وکړه.
د 203 تندر قول اردو قومندان جنرال خان الله"شجاع" ژمنه وکړه چې د مهماتو، روغنياتو، اعاشي او د نقليه وسايطو ﺫ تخنيکي عوارضو د حل په برخه کې به ډير ژر په قره باغ کې ميشت د ملي او سيمه ايزي اردو ستونزي او اړتياوي حل کړي.
ټیګونه