ایران او افغانستان د دوه اړخیزې ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87680-ایران_او_افغانستان_د_دوه_اړخیزې_ملګرتیا_په_پراختیا_ټینګار_وکړ
د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي او د افغانستان د حکومت اجرايي مشر د دوه اړخیزو اړیکو او ملګرتیا په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2020 02:03 Asia/Kabul
  • ایران او افغانستان د دوه اړخیزې ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي او د افغانستان د حکومت اجرايي مشر د دوه اړخیزو اړیکو او ملګرتیا په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان پرون په کابل کښې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د اجرايي مشر عبدالله عبد الله. سره په کتنه کښې د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ایزو مسائلو، د افغانستان د صلحې د بهیر او د دغه هیواد د ولسمشریزو انتخاباتو په هکله خبرې اترې وکړې.

طاهریان پرون هم داشان د افغانستان له تیر ولسمشر حامد کرزي سره هم وکتل او د وروستیو سیمه ایزو مسائلو او د افغانستان د صلحې د بهیر په هکله یې ورسره صلاح مشوره او د نظر تبادله وکړه.

په دغو لیدو کتو کښې په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر بهادر امینیان هم موجود و.