د افغانستان اجرایي مشر عبدالله یو بل والي هم وټاکه
(last modified Mon, 24 Feb 2020 01:26:45 GMT )
Feb 24, 2020 05:56 Asia/Kabul
  • د افغانستان اجرایي مشر  عبدالله یو بل والي هم وټاکه

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو جوړولو ته د یوه () حکم له لارې ځانګړی کمېسیون جوړ کړی.

د دغه حکم له مخې د لوړې د مراسمو د جوړولو کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د دغو مراسمو لپاره په راتلونکو پنځو ورځو کې ټول امنيتي تدابیر او تشریفات بشپړ کړي.

د پروان دولايتي شورا مشر او د لوړې د مراسمو د جوړولو کمېسیون مشر غلام بهاالدين جيلاني ویلي لومړني چمتووالي نيول شوي او ښايي د ولسمشر د لوړې مراسم د کب پر اتمه(8)، یعنی د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ جوړ شي.

په ورته مهال د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې ټیم شمالي جوزجان ولایت ته خپل والي معرفي کړی.

د دغې ټاکن‌ډلې کسانو د جوزجان د ولايتي شورا غړی عبدالحی حیات د دغه ولایت د والي په توګه معرفي کړی.

خو د سیمه‌ ييزو ارګانونو اداره وايي د دوی ټول واليان په خپلو ادارو کې پر کارونو بوخت دي.

په ورته وخت کې د ثبات او همګرایۍ ټاکن‌ډلې غړي او د جنبش ګوند ویاند بشیراحمد وویل که د دوی غوښتنې ومنل شي خپلو خلکو ته قناعت ورکولی شي.

 د ده په خبره  خلکو بدلون ته رایه ورکړې وه او غواړي دا بدلون وويني.

عبدالحی حیات د جنرال عبدالرشید دوستم نژدې کس دی.

ښاغلی دوستم په ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ټاکن‌ډلې ملاتړی و.

د عبدالله عبدالله پلویانو وړمه ورځ  محمد نور رحماني د سرپل د والي په توګه معرفي کړی و.

د پنجشیر والي هم ویلي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د هغه په ټکو د "ټول‌شموله دولت" ملاتړ کوي.

خو د سیمه ‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې دغو ګمارنو ته په غبرګون کې ویلي په ۳۴ ولایتونو کې واليان په خپلو دفترونو کې په کارونو بوخت دي.

د دغې ادارې ویاند سیدشاه سقیم وايي په سرپل کې د رامنځته شوې ستونزې د حل لټه کوي.

د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلو له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې.

 په ځینو ولایتونو کې يې تود هرکلی وشو خو په ځینو نورو کې د عبدالله عبدالله د هغه دريځ ملاتړ وشو چې دغه پایلې یې ونه منلې.

 

ټیګونه