د بامیان ولایت خلکو د هند اقدامات وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88310-د_بامیان_ولایت_خلکو_د_هند_اقدامات_وغندل
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د بامیان ولایت په سلګونو مسلمانانو د هندوستان د مسلمانانو پرضد د پولیسو ځپونکي اقدامات وغندل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 29, 2020 01:26 Asia/Kabul
  • د بامیان  ولایت خلکو د هند اقدامات وغندل

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د بامیان ولایت په سلګونو مسلمانانو د هندوستان د مسلمانانو پرضد د پولیسو ځپونکي اقدامات وغندل .

د افغانستان د بامیان ولایت شیعه مسلمانانو پرون د ښاریزتوب د نوي قانون په تصویبیدا باندې د هندوستان د اعتراض کونکو کسانو پرضد د سرزورو هندوانو او د امنیتي ځواکونو حملې د انسانیت پرضد جنایت وباله .

د افغانستان په مرکز کښې په بامیان ولایت کښې اعتراض کونکو د هندوستان د لومړي وزیر ناریندرا مودي د عسکونو په سوځولو سره د نوي ډیلي حکومت د مسلمانانو په ځپلو تورن کړ او په نړیوالو ټولنو یې غږ وکړ چې د مسلمانانو د ځپلو مخه دې ونیسي .

د افغانستان د بامیان ولایت شیعه مسلمانانو وویل په هندوستان کښې د مسلمانانو وژله د هیڅ مسلمان لپاره د زغملو وړ کار نه دی او اسلامي هیوادونه باید د مسلمانانو د جوماتو د ړنګولو او د مسلمانانو د وژلې کیدا په هکله چپ پاتې نشي .

د بامیان ولایت خلکو د افغانستان په حکومت غږ وکړ د هندوستان د مسلمانانو د وژلې تر دریدا پورې له نوي ډيلي سره ډيپلوماټیکې اړیکې غوڅې کړي .

د ښاریزتوب د نوي قانون په تصویبیدا او د امریکا د ولسمشر ټرمپ په سفر اعتراض کونکو مسلمانانو باندې د هندوستان د متعصبو هندوانو او حکومتي عسکرو په وروستیو بریدونو کښې تراوسه دوه څلویښت (۴۲) کسان وژل شوي او درې سوه (۳۰۰) نور ژوبل شوي دي .