له افغانستانه د امریکائي پوځیانو د وتلو پيل،او نامعلوم راتلونکی
په افغانستان کې د امریکائي پوځ ویندوي دګروال سوني لګیت په یوې اعلامیې کې وئيلي د ي،د افغانستان او امریکا دګډې اعلامیې او د طالبانو او امریکا ترمینځ دشوي موافقې په اساس ،په یوسل پنځو دیرشو ورځو کې تر اته زره شپږ سوه تنو پورې د و اشنګټن د پوځيانو دکمیدا بهیرپيل شوی دی .
له افغانستانه د امریکائي پوځ د وتلو موضوع ددغه هیواد د ولسمشر ډونالډټرمپ یوه انتخاباتي ژمنه وه .هغه ددغې ژمنې دپورا کیدا په خاطر حتی له طالبانو سره خبرواترو ته حاضر شو چې نتیجه ئې په دوحې کې د طالبانوډلې او امریکا ترمینځ د یوې موافقې لاسلیک کول وو.ددغې موافقې یوه ماده له افغانستانه د امریکائي پوځیانوسوکه سوکه وتل دي .
په دې باب په افغانستان کې د امریکائي ترهه ګر پوځ قوماندان نن سهار وختي د واشنګټن او طالبانو ډلې ترمینځ د شوي موافقې په اساس په افغانستان کې د امریکائي پوځد کمولو د بهیر د پيلیدا خبر ورکړ.سره له دې چې امریکائي پوځیان له طالبانو سره د شوي موافقې په اساس له افغانستانه د وتلو لپاره د روان کال د جولائي تر دیارلسمې نیټې پورې فرصت لري،خو و اشنګټن له دغه هیواده د خپلو پوځیانو د کمولوبهیر پیل کړی دی.
په افغانستان کې د امریکائي پوځ ویندوي دګروال سوني لګیت په یوې اعلامیې کې وئيلي د ي،د افغانستان او امریکا دګډې اعلامیې او د طالبانو او امریکا ترمینځ دشوي موافقې په اساس ،په یوسل پنځو دیرشو ورځو کې تر اته زره شپږ سوه تنو پورې د و اشنګټن د پوځيانو دکمیدا بهیرپيل شوی دی . دم ګړۍ په افغانستان کې څه دپاسه دیارلس زره امریکائي عسکر دیره دي . ددغې اعلامیې په اساس ،په افغانستان کې دیره امریکائي عسکر هماغه شان د افغانستان دملی امنیت او دفاعي برخې د ځواک دملاتړ او د القاعدې او داعش په ضد دعملیاتو لپاره درستې پوځيموخې او مجوزنه ساتي . طالبانو ډلې په افغانستان کې د جنګ ختمول، د افغانستان له خاورې د درستو بهرنیو عسکرو په تیره بیا د امریکائي عسکرو له وتلو سره مشروط کړي دي .د طالبانو او امریکاترمینځ د موافقې له لاسلیک کیدا سره په یووخت ، افغانستان او امریکا په یوې ګډې اعلامیې کې د راتلونکي ملګرتیاؤ څرنګوالی تشریح کړی او له افغانستانه ئې د وتلو لپاره د امریکا او دهغې دمتحدانو دعسکرو د څوارلس میاشتني پلان خبر ورکړی دی .
له دوو کلنو هلوځلو او د فرورۍ په میاشتې کې د خبرواترو له یولسو پړاؤنو وروسته دامریکا او طالبانو ډلې ترمینځ موافقه د قطر په دوحې کې د سیمې اونړۍ د یوشمیر هیوادونو د چارواکو په شتون سره لاسلیک شوي او دهغې په اساس ټاکل شوي ده څو د ما رچ په لسمه نیټه د افغانستان د ډلو ټپلو ترمینځ یعني بین الافغاني خبرې اترې پیل شي .له دې ټولو سره سره په افغانستان کې وروستي سیاسی حالاتو،ددغوخبرواترو اجراکیدا د شکونو په شپول کې وروستې ده .
په یوې بې مخینې اقدام کې د افغانستان د ولسمشرۍ د وروستیو انتخاباتو دوو سیالیو کاندیدانو اشرف غني او عبدا... عبدا...د مارچ په نهمه نیټه،یوهد ولسمشرۍ په ماڼۍکې او بل هم په سپيدار ماڼۍکې جلاجلا او د بیلابیلو داخلي او بهرنیوچارواکو،شخصیتونو او د پلویانو په شتون کې د ولمسشرۍ دلوړې دستورې ترسره کړې . دا موضوع له اشرف غني او عبدا.. عبدا... سره د حکومتي او پوځي چارواکو او اورګانونو د وفادارۍ په اساس، د افغانستان په مرکزي حکومت کې د یوه ستر درز د رامینځةکیدا لامل کیږي. په نتیجې کې به دا موضوع له دط وروسته مطرح شي ، چې اساسا طالبان باید د افغانستان کې له کوم ولسمشر او حکومت سره دسولې خبرې اترې وکړي ؟
دا موضوع له طالبانو سره د موافقې د نامعلوم راتلونکي په باب د ټرمپ د حکومت د سختې اندیښنې لامل شوې د ه . د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو نن په کابل کې سیاسی بدلونونو ته په پام سره وئيلي دي ، چې واشنګټن په افغانستان کې برابر دوه حکومتونو د رامینځةکیدا سخت مخالف دی . پمپمئو په یوې اعلامیې کې وئيلي دي مونږ د دوهم حکومت د جوړولو او د سیاسی اختلافاتو د حل لپاره له زوره هر ډول استفادې لپاره له هرډول اقدام سره سخت مخالف یوو . په عین حال کې دغه پوښتنه مطرح ده چې آیا واشنګټن دوهم لوري ته د قدرت د سپارلو او دهغه د ادعا د څنګةکولو لپاره له دغو دواړو لوړ پوړو افغان چارواکو څخه د یوه د راضي کولو لپاره له کافي توان اوقدرته برخمن د ی .؟.
که په کابل کې اوسنۍ سیاسی شخړه دوام وکړي ، نو اساسا به له طالبانو سره د امریکا د موافقې اجرا او راتلونکی له ډيروشکونو او ترینګلتیاؤ سره مخامخ شي . مایک پمپئو ددغې موافقط د لاسلیک کیدا په دستورو کې خبرداری ورکړی ؤ چې که لوري هغه مشخص اقدامات چې ددې موافقې په چوکالټ کې ټاکل شوي دي ترسره نه کړي،او پخپلو ژمنو عمل ونه کړي ،نو دا موافقه به هیڅ ارزښت ونه لري .ممکنه ده په همدې دلیل وي،چې واشنګټن په کابل کې له اوسنی سیاسی بحران سره سره ، او په حقیقت کې د افغانستان له ګرداؤه زرتر زره د وتلو لپاره له دغه هیواده دخپلو عسکرو ویستل پیل کړي دي . داسې اقدام،چې د انتخاباتو په کال کې د ټرمپ لپاره په انتخاباتي مبارزو کې یوه ګټونکي پاڼه حسابیږي .ترامپ