د افغانستان حکومت او طالبانو خبري پیل کړي دي
(last modified Mon, 23 Mar 2020 01:52:02 GMT )
Mar 23, 2020 06:22 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت او طالبانو خبري پیل کړي دي

زمونږخبریال وايي د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، د افغانستان د ملي امنیت شورا او طالبانو منلې چې د کابل حکومت او طالبانو پرون(یکشنبه ) په لومړي ځل د بنديانو د خوشي کولو پر موضوع تخنيکي خبرې وکړې

ښاغلي خليزاد پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې دا خبرې د امريکا او د قطر د حکومتونو په منځګړيتوب د سکايپ له لارې ترسره شوې.

ښاغلي خليلزد همدا راز ويلي دغه تخنيکي خبرې، چې له دوه(2) ساعتونو یې زیات دوام درلود، مهمې، جدي او مفصلې وې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم منلې ده چې د کابل  حکومت د لومړي تماس پلاوي یکشنبه د طالبانو له استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

په دې تړاو د ملي امنیت شورا خبرپاڼه کې راغلي"په دې لیدنه کې ټولو خواوو د افغانانو پر ضد د تاوتریخوالي پر کمولو، مستقیمو مذاکراتو او یوه دایمي او پراخ اوربند باندې خبري وشوې ".

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر خپله ټوېټر پاڼه د دې خبرو پخلی کړی دی، خو زیاته کړې یې ده چې یوازې د بندیانو پر خلاصون خبرې وشوې او پر نورو موضوعاتو به په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې کېږي.

زلمي خلیلزاد بیا لیکلي چې د بنديانو د خوشي کولو موضوع د سولې په بهير کې يو مهم ګام دی چې د امريکا او طالبانو په خپلمنځي هوکړه کې يې هم يادونه شوې، او له بشري پلوه هم دا موضوع حیاتي ده.

زلمي خلیلزاد ویلي چې ټولو غاړه د تاوتریخوالي کمولو، د بین الافغاني خبرو پیلولو او په افغانستان کې بشپړ او تلپاتې اوربند ته ژمنه وښوده.

د امریکا ځانګړي استازي همدا راز زیاته کړې ده چې په دې اړه به راتلونکې غونډه په یوه دوه ورځو کې د سکایپ له لارې ترسره شي.

د ملي امنیت شورا او ښاغلي خلیلزاد له دې اعلانه وړاندې یکشنبه په ارګ کې هم د بندیانو د خوشي کولو پر موضوع یوه ځانګړې غونډه شوې وه.

په دې غونډه کې، چې ولسمشر محمد اشرف غني یې مشري کړې، پرېکړه شوې ده چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره به یو شمېر بندیان له زندانونو خوشي کېږي.

خو افغان حکومت لا نه دي ویلي چې کورونا ویروس له کبله د نوې طرحې له مخې به کوم بندیان خوشي کېږي، او د خوشي کیدونکو بندیانو د شمېر په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

 

ټیګونه