د امریکا خارجه وزیر بیا په کابل کې دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88817-د_امریکا_خارجه_وزیر_بیا_په_کابل_کې_دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کړې او دواړو لورو دواړو د سولې پر بهیر، په دې هکله پر نورو ګامونو، د افغان سولې لپاره پر سیمه‌ییزې اجماع او همدارنګه په هېواد کې پر روان سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 23, 2020 11:06 Asia/Kabul
  • د امریکا خارجه وزیر بیا په کابل کې دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کړې او دواړو لورو دواړو د سولې پر بهیر، په دې هکله پر نورو ګامونو، د افغان سولې لپاره پر سیمه‌ییزې اجماع او همدارنګه په هېواد کې پر روان سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

روئيټرز خبری اژانس راپورورکړی ،  دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په یوه ناڅاپی سفر کې په  داسې حال کې دافغانستان کابل ته رسیدلی چې  په دغه هیواد کې د جنګ او شخړو دختمولو لپاره  د طالبانو ډلې او واشنګټن ترمینځ  موافقې تر دې دمه هیڅ مثبته نتیجه نه ده  ورکړې .

 د افغانستان د  ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر پاڼې  کې  لیکلي دي ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کړې  او دواړو لورو دواړو د سولې پر بهیر، په دې هکله پر نورو ګامونو، د افغان سولې لپاره پر سیمه‌ییزې اجماع او همدارنګه په هېواد کې پر روان سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

په دغې لیدنې  کې د افغان  ولسمشر لومړی مرستیال امرا.... صالح او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدا...  محب هم ګډون درلود. په دې  اړه نور جزیات ته دي خپرۀ شوي .

  داپه داسې حال کې دي چې  امریکا خارجه وزیر له طالبانو سره د شوي  تش په نامه سولې موافقې د ژغورلو لپاره  لاس پښې خوځوي  او غواړي په دې اړه  پر افغان چارواکو دباؤنه زیات کړي او  په دغه هیواد کې  ددغې موافقې پلویتوب ته سیاسی مشران وهڅوي .

د نوي لمریز کال په لومړنیو شپو ورځو کې هم وسلوال طالبانو  پر افغان  ملی اردو او امنیتی مامورانو خپلو  حملو ته دوام ورکړی او وئيل کیږي ، چې په زابل او کاپیسا ولایتونو کې  د طالبانو په حملو کې  لږ تر لږه دیرش امنیتی ماموران او عسکر وژل شوي دي .