د افغانستان د روغتیا وزیر خبرداری ورکړ
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د روغتیا وزیر په هیواد کښې د کورونا وایروس د خپریدا په هکله خبرداری ورکړ .
د افغانستان د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز پرون په کابل کښې په یوه (۱) خبري کانفرنس کښې د هیواد خلکو ته په جدي خبرداري سره وویل د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او د ماډل پراساس که چیرې د هیواد د خلکو سره یوځاې راغونډیدل کم نشي او خلک د روغتیا چارې رعایت نکړي د افغانستان په دیرش (۳۰) میلیونه نفوسو کښې به شپاړس میلیونه خلک په کورونا وایروس ککړ شي او یولک لس زره (۱۱۰۰۰۰) کسان به مړه هم شي .
هغه په هرات کښې ولایت کښې د کورونا وایروس ګواښ ته په اشارې سره وویل ټاکل شوي ده له نن څخه په دغه ولایت کښې تګ راتګ محدود شي .
بل خبر دا چې په افغانستان کښې د کورونا وایروس له خپریدا وروسته ولسمشر اشرف غني د بندیانو د سزا د مودې د کمیدا او د خوشي کیدا حکم ورکړ .
له شپیتو (۶۰) کلونو بره کسان او ښځې د سزا د کمیدا او یا دازادیدا په حکم کښې لومړیتوب لری .
په افغانستان کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر دوه څلویښتو(۴۲) ته ورزیات شوی او له کبله یې دوه(۲) کسان مړه شوي هم دي .