د افغانستان حکومت له طالبانو سره اوربند غواړي
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني له طالبانو ډلې سره د اوربند د ټینګیدا په اړتیا ټینګار وکړ .
هغه پرون په طالبانو ډلې غږ وکړ چې له کورونا وایروس سره د مبارزې او د سولې د ټینګیدا په لړ کښې اوربند اعلان کړي په بله بڼه کښې که چیرې د کورونا وایروس د خپریدا له کبله په افغانستان کښې غمیزه رامینځته شي نو مسول به یې طالبان او د هغوې ملاتړي هیوادونه وي .
د افغانسان ولسمشر اشرف غني په هیواد کښې د سولې ټینګیدل د ټولو خلکو غوښتنه وبلله او زیاته یې کړه هغه کسان چې د سولې مخالف دي په حقیقت کښې د خلکو په وژل کیدا ټینګار لري .
د سولې د ټینګیدا لپاره له طالبانو د اشرف غني غوښتنه په داسې حال کښې ده چې دغه ډلې په تیرو څو ورځو کښې د افغانستان په پولیسو او عسکرو حملې زیاتې کړي دي او ګڼ شمیر عسکر یې وژلي هم دي .