افغانستان کښې خارجي عسکر په کورونا ککړ شوي
Mar 25, 2020 05:59 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې څلور (۴) بهرني عسکر په کورونا وایروس ککړ شوي .
په افغانستان کښې د ناټو تړون مطبوعاتي دفتر پرون وویل په کورونا وایروس د ناټو د څلورو (۴) پوځیانو له ککړیدا وروسته دغه تړون له نږدې څخه څارنه کوي چې خپل ځواکونه وساتي .
ناټو وویل چې په افغانستان کښې اته دیرش (۳۸) نور پوځیان هم په کورونا وایروس په ککړیدا شکمن دي .
که څه هم په کورونا وایروس د ککړو عسکرو ملیت نه دی اعلان شوی خو په افغانستان کښې اکثره خارجي عسکر د امریکا دي .
دوه (۲) ورځې مخکې هم ویل شوي وو په کابل کښې دوه (۲) خارجي ډیپلوماټان په کورونا وایروس ککړ شوي دي