کابل د درې هفتو لپاره په رسمي توګه لاک ډاؤن شو
(last modified Fri, 27 Mar 2020 12:05:13 GMT )
Mar 27, 2020 16:35 Asia/Kabul
  • کابل د درې هفتو لپاره په رسمي توګه لاک ډاؤن شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په غوښتنه کابل کښې د کورونا وایرسو د لاډېر خپرېدو د مخنیوي په هدف دغه ښار د درې هفتو لپاره په رسمي توګه لاک ډاؤن اعلان شو، او له خلقو په کلکه وغوښتل شول چې کورنو کښې پاتې شي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز نن د خبري غونډې په مهال وویل چې کورونا وایرس افغانستان کښې د خپرېدو په حال کښې دي، او تر دې مهال ټول هېواد کې ۹۱ پېښې ثبت شوي، چې په کورونا ویروس اخته درې کسان مړ شوي هم دي.

نوموړي یو ځل بیا خبردارے ورکړ چې که د کرونا ویروس پر وړاندې جدي تدابیر ونه نیول شي، نو هېواد کښې به ناورین رامنځته شي، او تر ۸۰  فيصدو زيات خلک به په کورونا وایرسو اخته شي.

په جوړه شوې خبري ناسته کښې د کابل والي محمد یعقوب حیدري هم وویل چې  له سبا شنبه د وري میاشتې له نهمې نېتې څخه د درې اونیو لپاره کابل په ټوله معنی لاک ډاون کيږي او دغه ولایت ته په هر ډول تګ راتګ بندیز لګول کېږي.

حیدري زياته کړه، چې کابل کښې د عامې روغتیا له وزارته بغېر ټولې حکومتي ادارې هم د درې اونیو لپاره تړل کېږي، او یوازې روغیتايي مرکزونه، د خوراکي توکو دوکانونه او همدارنګ امنیتي سکټور به فعالیت ولري.

 

ټیګونه