د افغانستان د طالبانو یو پلاوی کابل ته ورغلی
(last modified Sat, 28 Mar 2020 00:09:57 GMT )
Mar 28, 2020 04:39 Asia/Kabul
  • د افغانستان د طالبانو یو پلاوی  کابل  ته ورغلی

تسنیم خبري اژانس وايي په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د کابل له حکومت سره د خبرو لپاره افغانستان ته د دغه ډلې د یوه (۱) پلاوي د سفر خبر ورکړ .

هغه پرون وویل د طالبانو دغه پلاوی ټاکل شوي ده  چې د افغانستان د حکومت له چارواکو سره د بندیانو د خوشي کولو په هکله دوه اړخیزه خبرې وکړي .

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل هم څه موده مخکې ویلي وو د ولسمشر اشرف غني د  حکم پراساس د طالبانو ډلې سل (۱۰۰) بندیان  د عمر ، د سلامتیا د حالت او د کورونا د وایروس په مقابل کښې د هغوې د کمزورتیا  په نظر کښې نیولو سره  تر راتلونکو څلورو (۴) ورځو پورې له زندانونو څخه خوشي کیږي .

جاوید فیصل وویل د طالبانو دغه بندیان به د جنګ میدان ته د نه ورستنیدا په هکله له طالبانو ډلې او له نوموړیو بندیانو څخه له ضمانت اخیستلو وروستنه خوشي شي .

ټاکل شوي ده چې د افغانستان د حکومت د بندیانو په مقابل کښې د طالبانو ډلې پینځه زره (۵۰۰۰) بندیان خوشي .

د بندیانو دغه خوشي کیدل په افغانستان کښې د جنګ د ختمیدا او د اوربند د  ټینګیدا لپاره لومړي ګامونه دي .

 

ټیګونه