د افغانستان په تازه نښتو کښې ۱۵ تنه مړه شوې دي
د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د وروستیو نښتو له امله ۱۵ کسان وژل شوې دي.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د فاریاب ولایت د پولیسو قومندانۍ پرون وویل، په دغه ولایت کښې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمینځ نښته کښې لس طالب وسله وال مړه او یوولس نور زخمي شوې دي.
د قندوز ولایت چارواکو هم ویلي چې دوه تنه طالبان په دغه ولایت کښې له افغان ځواکونو سره په نښته کښې وژل شوي دي.
هم داشان د بغلان ولایت اوسیدونکو پرون ځايي رسنیو ته وویل: په چشمه شیر سیمه کښې د امریکايي او افغان پوځیانو د ګډ هوايي برید له امله درې ملکي وګړي مړه او درې تنه نور ژوبل شول.
له بلې خوا د وردک ولایت چارواکو د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کښې د طالبانو په لاس د روغتیا وزارت د درملنې د چارو د دریو کارکونکو د تښتول کیدو خبر ورکړ.
هم داشان افغان ځواکونو په فراه ولایت کښې د طالب ډلې هغه پنځوس میټري تونل وران کړی چې د پټنځي په توګه به یې ترې کار اخیسته.