نامعلومو وسله‌والو کابل کې د اشرف غني محافظ وواژه
(last modified Sun, 12 Apr 2020 07:14:05 GMT )
Apr 12, 2020 11:44 Asia/Kabul
  • نامعلومو وسله‌والو کابل کې د اشرف غني محافظ وواژه

په څه کم یوه اوونۍ کې د ولسمشر اشرف غني دا دوهم محافظ دی چې په کابل کښې وژل کېږي.

د 'پي‌پي‌اېس' یا د ولسمشر د خصوصي امنیت پر ساتونکي سید عطاالله د کابل په تایمني سیمه کې حمله وشوه چې په نتیجه کې‌یې نوموړی ووژل شو او دوه ملګري‌یې ټپیان شول.

دا په څه کم یوه اوونۍ کې د ولسمشر غني دوهم ساتونکی دی چې په کابل ولایت کې وژل کېږي.

تر دې وړاندې د حمل په ۱۵ د ولسمشر یو ساتونکی قیام مقصودي په پغمان ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی و.

 

ټیګونه