عبدالله عبدلله له اشرف غني سره موافقه رد کړه
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ثبات او د همپالنې د انتخاباتي ډلې مشر عبدالله عبدالله د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په هکله د اشرف غني په مشرۍ د حکومت جوړونې له انتخاباتي ډلې سره د خپلې انتخاباتي ډلې د موافقې په هکله د ځینو رسنیو راپورونه بې اساسه وبلل .
عبدالله عبدالله پرون وویل د اشرف غني په مشرۍ د حکومت جوړونې انتخاباتي ډلې د غني د لوړې د مراسمو له ترسره کیدا مخکې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو موضوع مطرح کړي وه .
له دې مخکې اشرف غني د تیر میلادي کال د سپتمبر د میاشتې په اتویشتمه (۲۸) نیټه خبرداری ورکړی وو که چیرې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو پلان ونه منل شي نو خپله کابینه معرفي کوي .
د عبدالله عبدالله د پلان پراساس د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوو (۲) مخکښو کاندیدانو دوه (۲) ټیمونه باید ټولشموله حکومت جوړ کړي او یو (۱) ټیم د ولسمشر په توګه او بل ټیم هم د افغانستان په راتلونکي سیاسي جوړښت کښې د لومړي وزیر په توګه کار وکړي .
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانستان په ولسمشرۍ انتخاباتو کښې د ثبات او د همپالنې د ټیم نامتو غړي فضل احمد معنوي ویلي دي تراوسه له اشرف غني سره په خبرو کښې کوم پرمختګ او یا موافقه نه ده شوي او دواړه لوري په خپلو دریځونو ټینګار کوي .