په تګ راتګ د بنديز باوجود کابل کښې د خلقو ګڼه ګوڼه دوام لري
(last modified Fri, 01 May 2020 02:06:18 GMT )
May 01, 2020 06:36 Asia/Kabul
  • په تګ راتګ د بنديز باوجود کابل کښې د خلقو ګڼه ګوڼه دوام لري

په داسې حال کښې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خلقو غوښتنه کوي چې د کورونا وائرسو د خپرېدو مخنیوي په هدف دې په کورنو کې پاتې شي، خو داسې ښکاري چې خلق دې خبرداریو ته پام نه کوي.

افغانستان کې د کورونا وایرسو د خپرېدو له کبله حکومت په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې  د خلقو په تګ راتګ بندیز ولګوۀ.

خو لا هم ښار کې ګڼه ګونه ده، د کابل اوسېدونکی، محمد صمیم په دې اړه وويل:«یوه ستونزه فقر دے او خلق د بې وزلۍ له کبله بهر ته ووځي او اړ دي چې یوه نوړۍ ډوډۍ ترلاسه کړي.»

د کابل بل اوسېدونکی، سمیر احمدوويل:«ډېر خلق د مجبورۍ له کبله بهر ته راوځي، له ځینو چې پوښتنه کوې وايي چې د خوړلو لپاره څه نلرو او اړ یوو چې کار وکړوو نو ځکه د غریبۍ له کبله بهر ته راوځو چې روزي پیدا کړي.»

د کابل اوسېدونکی، هارون زیاتوي:«مجبوري ده، سخته ده، څه نلرو، د يوټوک ډوډۍ لپاره راوځو،  هغه کسان چې ژوند يې ښه دی په کورونو کښې ناست دي.»د کابل اوسېدونکي له حکومته غوښته کوي چې له اړو کورنیو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی دا چې هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او د مخنیوي یوازېنۍ لار یې کور کې پاتې کېدل او د روغتیايي لارښوونو عملي کول دي.

 

ټیګونه