افغان حکومت نور په لسګونو طالب بنديان له زندانونو آزاد کړل
د طالب بندیانو د خلاصون د لړۍ په دوام کښې د حکومت له زندانونو څخه پرونسل کسیزه ډله نور طالب زندانیان له بنده خلاص شول.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ، دغه سل تنه پرون ماښام د څرخي پله له زندان څخه خلاص شوي.
ددې بندیانو په آزادېدو سره د آزاد شویو طالب بنديانو شمېر ۷۵۰ ته ورسېد.
دا په داسې حال کښې دي چې زندانونو ته کورونا وائرسو سرایت کړے او د طالبانو په ګډون بیلابېل اړخونه د زندانیانو د تبادلې د هڅو په چټکتیا ټینګار کوي.
دوه ورځې وړاندې طالبانو په کندز ولایت کې ۵۲ تنه حکومتي بندیان آزاد او کورونو ته ولېږل او یاده یې کړه، چې له کورونا څخه د بندیانو د ساتلو په موخه هڅه کوي، د بندیانو د تبادلې بهیر چټک شي.
بل لوري ته سره له دې ، چې د حکومت په زندانونو کې د کورونا لسګونه مثبتې پېښې ثبت شوې او یو طالب بندي یې هم له امله وفات شوے، حکومت د طالب بندیانو د خلاصون پروسه یوه پېچلې عدلي پروسه بولي، چې ددوی په خبره وخت اخلي.طالبانو ویلي، دوی زندانونو ته د کرونا د سرایت په اړه له چارواکو او بشري بنسټونو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې، خو چا جدي نه دي اخستې، نو ځکه که هر بندي تلف شو، پوښتنه به یې وشي او سخت غچ به یې واخستل شي.