افغانستان کښې راکټي حملې او چاودنه شوې
May 17, 2020 02:58 Asia/Kabul
د افغانستان په فاریاب ولایت کښې راکټي برید او په خوست ولایت کښې د دوو چاودنو له امله یو تن مړ او دولس زخمي شوي دي.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان په ختیځ کښې د خوست ولایت د روغتیا او درملنې ریاست وویل: د هغو دوو پرله پسې چاودنو له امله چې پرون مازیګر په دغه ولایت کښې رامینځته شوې، د خوست د روغتیا او درملنې د ریاست د مرستیال په شمول شپږ تنه ملکي افغانان زخمي شول.
له بلې خوا د افغانستان په شمال کښې د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش هم وویل چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ باندې د طالب ډلې د راکټي حملو له امله یوه پیغله جینۍ وژل شوې او شپږ تنه نور ژوبل شول.
ټیګونه