طالبانو د واک ویشل د تیرو ماتي خوړلیو تجربو تکرار وباله
ایرنا خبري اژانس وايي طالبانو په افغانستان کښې د واک د ویشلو په هکله موافقې ته په غبرګون کښې هغه د تیرو ماتي خوړلیو تجربو تکرار وبلله .
طالبانو ډلې د افغانستان د کړکیچ حل لاره د دواړو لورو د بندیانو خوشي کول او له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو اترو پیلیدل اعلان کړل .
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوو (۲) سیالانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله پرون له میاشتو میاشتو تاوتریخوالي وروسته سیاسي موافقه لاسلیک کړه .
د دغه موافقې پراساس اشرف غني هماغه راز ولسمشر پاتی شو او عبدالله عبدالله هم د روغې جوړې د لوړې شورا مسولیت پرغاړه لري او په کابینې کښې به هم پنځوس (۵۰) فیصده ونډه ولري .
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل څه موده مخکې ویلي وو د کابل حکومت د قطر له موافقې وروسته د طالبانو ډلې زر (۱۰۰۰) بندیان خوشي کړل خو دغه ډله د حکومتي بندیانو د خوشي کولو په بهیر کښې ځنډ کوي او چمتو نه ده جنګ بند کړي او خبرې اترې پیل کړي .
د اشرف غني حکومت تراوسه د طالبانو زر (۱۰۰۰) بندیان خوشي کړي دي خو دغه ډلې د حکومت یوسل څلور اویا (۱۷۴) بندیان خوشي کړي دي .
ټاکل شوي ده چې د افغانستان حکومت پینځه زره (۵۰۰۰) طالبان او دغه ډلې هم د حکومت زر (۱۰۰۰) زندانیان خوشي کړي