د افغانستان ولسمشر د طالبانو په بریدونو نیوکه وکړه
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د حکومتي عسکرو پرضد د طالبانو ډلې لخوا وروستي بریدونه د سولې د ژمنې پرخلاف وبلل .
هغه نن د کابینې په غونډې کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او د حملو د دوام په علت په طالبانو باندې نیوکې سره وویل دغه بریدونه د دغه ډلې لخوا سولې ته د ژمنې د روح پرخلاف دي .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني په دوام کې هیله وکړه چې طالبان زر تر زره خپل بریدونه پاې ته ورسوي .
هغه وویل د طالبانو له قید څخه د افغانستان د حکومتي بندي شویو عسکرو د خوشي کول بهیر د دغه ډلې د بندیانو د تبادلې لپاره وارمخکې شرط ګڼل کیږي .
د افغانستان د ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ملي امنیت د شورا دفتر تیره اونۍ په تیرو نولسو (۱۹) کلونو کې د حکومتي عسکرو لپاره ترټولو خونړۍ اونۍ وبلله او ویې ویل طالبانو په اوو (۷) ورځو کې د حکومتي عسکرو پرضد څلور سوه دوه ویشت (۴۲۲) عملیات ترسره کړي دي چې له کبله یې اته سوه یوڅلویښت (۸۴۱)حکومتي عسکر مړه او ژوبل شوي دي .