افغانستان د خارجي عسکرو د وتلو په هکله اندیښنه نه لري
(last modified Thu, 25 Jun 2020 23:45:16 GMT )
Jun 26, 2020 04:15 Asia/Kabul
  • افغانستان د خارجي عسکرو د وتلو په هکله اندیښنه نه لري

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني وویل حکومت د امریکا د پوځیانو د وتلو په هکله هیڅ اندیښنه نه لري .

هغه پرون ټینګار وکړ له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو عسکرو په وتلو سره حکومتي پوځیان د هیواد د امنیت د تامینولو توان لري .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني دغه راز ډاګینه کړه طالبان د خلکو یوه(۱) برخه ده او په هغو سترګې نشو پټولای نو ضروري ده چې د طالبانو په ګډون سره سیاسي حل لاره ولټوو.

هغه هیله وکړه د افغانستان د حکومتي بندیانو او د طالبانو د زندانیانو د ازادیدا د بهیر په بشپړیدا سره بین الافغاني خبرې اترې پیل شي .

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان هم څه موده مخکې له خپل هیواد څخه د امریکا او د ناټو د عسکرو  وتلو ته په غبرګون کښې ویلي وو امنیتي ځواکونه د هر ډول ګواښ په وړاندې د خلکو د دفاع او د امنیت د تامینولو توان او ظرفیت لري .

هغه وویل د افغانستان امنیتي او دفاعي عسکرو د تیرو لسو (۱۰)کلونو په پرتله د پام وړ وده کړي ده .

د امریکا او د طالبانو ترمینځ د ماتي خوړلي موافقې پراساس چې څلور (۴) میاشتې مخکې په قطر کښې لاسلیک شوي وه د امریکا پوځیان باید په څوارلسو (۱۴) میاشتو کښې له افغانستان څخه ووځي .

 

ټیګونه