طالبانو د افغان حکومت ۳۴ نور بندی عسکر آزاد کړل
-
فایل فوټو
طالب ډلې ویلي چې دوي سره د افغانستان له بندي حکومتي عسکرو یې ۳۴ تنه نور آزاد کړي دي
د قطر په پلازمینه دوحه کی د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین دشنبی پر ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چی طالبانو په بدخشان ولایت کی له خپلو زندانونو ۳۴ تنه زندانی سرتیری خوشی او خپلو کورونو ته واستول.
خو افغان حکومت لا تر اوسه په دی اړه کوم غبرګون نه دی ښودلې.
ویل کیږي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو پر سر اختلاف له امله د بندیانو د خوشی کولو پروسه ځنډیدلی وه. د افغانستان په حکومت کی ځینو سرچینو ویلی چی دا اختلاف دهغه بنذیانو پر سر راولاړ شوی و چی حکومت یی په درنو جرمونو کی دککړتیا له امله نه خوشی کوي خو طالبانو یی په خوشی کولو ټینګار کاوه. دغو سرچینو ویلی چی اوس طالبانو منلی چی د هغوی پر ځای به د نورو زندانی طالبانو لست حکومت ته وسپاري.
حکومتی سرچینو دا هم ویلی چی تر اوسه حکومت د طالبانو نزدې څلور زره بنذیان خوشې کړي او له طالبانو سره په تازه خبرو کی موافقه شوی چی طالب لوری به هیڅ بندي عسکر له ځان سره نه ساتی.
طالبان دا زندانیان داسی مهال خوشی کوي چی وړمه ورځ کابل کی د ملګرو ملنونو استازي ویلي د حکومت او طالبانو تر مینځ به مخامخ خبرې په راتلونکی میلادي میاشت کی پیل شي.