د طالبانو آزادول له بندون سره مخ شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91309-د_طالبانو_آزادول_له_بندون_سره_مخ_شوي
د افغانستان د ولسمشر ویاند وویل چې د دغه هیواد له جیلونو د طالب ډلې د بندیانو د آزادۍ بهیر له یو نوي بندون سره مخ شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2020 03:12 Asia/Kabul
  • د طالبانو آزادول له بندون سره مخ شوي

د افغانستان د ولسمشر ویاند وویل چې د دغه هیواد له جیلونو د طالب ډلې د بندیانو د آزادۍ بهیر له یو نوي بندون سره مخ شوی دی.

صدیق صدیقي پرون په کابل کښې یوې خبري غونډې ته وویل: طالبانو ډله په افغانستان کښې له یو داسې روا نظام سره مخامخ ده چې ځانته اساسي قانون او جزايي قوانین لري او دا نه شي کیدې چې د طالبانو هر غړی له زندانه خوشې شي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان حکوت د صلحې د مذاکراتو د لارې د هواري په موخه د طالبانو ډیر زندانیان آزاد کړل خو تراوسه په خبرواترو کښې خپلې موخې ته نه دی رسیدلې.

له دې مخکښې د افغانستان د زندانونو د ادارې مشر احمد راشد طوطاخیل هم ویلي وو چې د اشرف غني حکومت به د طالبانو کابو ۶۰۰ بندیان د اخلاقي جرمونو په وجه خوشې نه کړي او دغو کسانو په افغانستان کښې د خلکو په وژلو، جرمونو او جنایتونو کښې مهم رول درلود.