د افغانستان ولسمشر غزني ته لاړ دی او راکټي برید شوی
زمونږ خبریال وايي غزني ښار ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني له سفر سره په یووخت په دغه ښار د څلورو (۴) راکټونو برید وشو .
د افغانستان امنیتي سرچینو نن وویل په دغه راکټي حملې کښې څوالس کسان ژوبل شوي چې یولس پکښې ملکي وګړي او درې نور حکومتي عسکر شامل دي ..
دغه راپور وايي چې یو(۱) راکټ د افغانستان د ولسمشر د شتون ځای په سل(۱۰۰) میټرۍ کښې غورځیدلی دی .
دغه راز یو راکټ د غزني ښار په څنډه کښې په شهیدانو کلا لګیدلی او درې (۳) ولسي وګړي پکښې ټپیان شوي هم دي .
تراوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی .
غزنی د افغانستان یو(۱) ناامنه ولایت ګڼل کیږي او دلته اکثره وختونه په تیره بیا ولسوالیو کښې د طالبانو او د حکومتي عسکرو ترمینځ جنګونه کیږي .
بل خبر دا چې د کونړ د پولیسو قومندان عبدالحبیب سیدخیلي وویل نن سهار وختي په خاص او تورګل ولسوالیو کښې د سړک غاړو ته د ماین په دریو (۳) چاودنو کښې یوځاي پولیس ووژل شو او څلور (۴) نور ژوبل شول .