افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۹-۰۵-۱۲
وړومبے د دغو دواړو هېوادونوډېرو مهمو خبرونو او بدلونونو ته يوه کتنه وکړوو او بيا به درته څو تحليلي رپوټونه وړاندې کړوو. نو ښه ده له مونږ سره مل و ملګري اوسئ.
وړومبې هم د دغو دواړو هېوادونو د ډېرو مهمو خبرونو سرټکو ته يوه کتنه
په کابل کښې له افغانستان سره د مرسرته کونکو هېوادونو د غونډې جوړېدل، د پاکستان د سترې محکمې لخوا د دغه هېواد د وزيراعظم د دووه تابعيتي مرستيالانو د څنګته کېدو د غوښتې ردېدل، هند ته د پاکستان د فوځ د مشر قوماندان خبردراے، له افغان ولسمشر سره زلمي خليلزاد کتنه، د پاکستان د حکومت په خلاف د مظاهرو لپاره د دغه هېواد د حزب اختلاف ترمېنځ اختلافات او د افغانستان د لوئې جرګې په فېصلې د طالب بنديانو د آزادۍ د بهير تکميل په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان ځينې ډېر مهم خبرونه او بدلونونه وو.
د پاکستان د فوځ ستر قوماندان د هند له غليمانه تحرکاتو څخه په اندېښنې سره خبردارے ورکړ: د پاکستان په خلاف د هر ډول تحريکونکي اقدامات به د اسلام اباد له پرېکنده ځواب سره مخامخ شي.
جنرل قمر جاويد باجوه د الخالد- ۱ نومې ټېنک د مخکتنې په مراسمو کښې وويل: اسلام آباد د صلحې د بهير د ښه کولو او له هر ډول ګواښ او تحريکونکي ا قدام سره د مقابلې لپاره د دغه هېواد د دفاع د بنياد مضبوطول په خپله اېجنډا کښې راوستلي دي.
د هند او پاکستان ترمېنځ د پوله ايزو تاوتريخوالو نوے پړاو د يو بل په خلاف د دواړو هېوادونو د چارواکو د خبرو د سختېدو سبب شوے دے او همدامسئله د دې سبب شوې ده چې د پاکستان ترټولو لوړ فوځي مقام په دې اړه د خپل غبرګون ښودنه وکړي.
د هغه څه په اړه چې د هند غليمانه تحرکات يې بللي دي د پاکستان د پرېکنده ځواب په باره کښې د جنرل باجوه دريځ ښودنه کوي چې اسلام آباد ځان د پاکستان د ملي ګټو او زمکنۍ بشپړتيا په خطر کښې لويدو کښې د نوي ډيلي احتمالي اقداماتو ته د جدي ځواب ورکولو لپاره چمتو کړے دے.
په تېرو تقريباً دوو کلونو کښې د يو بل په خلاف د هند او پاکستان لخوا د ځينو محدودو فوځي عملياتو بڼه نيول د دواړو خواو له يو هر اړخيز جنګ سره له مخامخېدنې څخه د دواړو هېوادونو د خلقو د ويرې او اندېښنې سبب شوي دي.
په همدې وجه په داسې سختو حالاتو کښې د هند او پاکستان د خلقو هيله دا ده چې د دواړو هېوادونو سياسي چارواکي د تاوتريخوالي د کمولو لپاره د ډېپلومېسۍ او خبرو اترو د اصل په غوره کولو سره د هند او پاکستان د فوځي چارواکو د خبرو له ګرمېدو څخه مخنيوے وکړي او د اختلافاتو د هواري په خاطر د خبرو اترو لپاره زمينه برابره کړي.
که څه هم د هند او پاکستان د اختلافاتو ژورتيا په دومره اندازه ده چې د دواړو هېوادونو سياسي چارواکو هم په مختلفو موقعو له سختو فوځي ادبياتو څخه استفاده کړې ده.
دا نظر موجود دے چې تر هغه وخته چې هند او پاکستان له وړاندې فېصلې او اشتباه وړاندې فرضيو نه بغېر د صلحې خبرو اترو ته داخل نه شي د هغوي په تعلقاتو به تاوتريخوالي هم هغه شان واکمن وو او د برصغير په فضاء به هم د جنګ سيورے قائم وي.
د سام په نامه له افغانستان سره د مرسته کونکو هېوادونو څلورمه غونډه په کابل کښې د څه د پاسه څلوېښتو هېوادونواو نړيوالو ادارو د استازيو په شتون سره اوشوه.
د افغانستان د ماليې وزارت وياند شمروز خان مسجدي د دغې غونډې د پرانېستې په مراسمو کښې وويل: د جنيوا د کانفرنس د ژمنو، د افغانستان په اقتصادو د کورونا وائرسو د اثراتو، د صلحې او ترقۍ، د کابل د حکومت او د مرسته کونکو هېوادونو د ژمنو تعقيبول د دغې غونډې له اصلي پروګرامونو ګڼل کيږي.
د افغانستان د ملي امنيت صلاح کار حمدا...محب هم په دغه غونډه کښې په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت او څلور نيم زره طالب بنديانو آزادۍ لپاره د دغه هېواد د حکومت د مهمو اقداماتو يادونه وکړه.
په وروستيو کلونو کښې د افغانستان په شمول په مختلفوهېوادونوکښې له افغانستان سره د مرستط د دوام په باره ګڼ شمېر سيمه ايزې او نړيوالې غونډې شوې دي.
د هغو ژمنو باوجود چې د لويديځو حکومتونو په شمول د افغانستان له بيا رغونې سره د مرستې په تېرو غونډو کښې ګډون کونکو هېوادونومطرح کړې دي نه يوازې د دغو ژمنو يوه ډېره وړه برخه هم نه ده پوره شوې او د وعدو او عمل ترمېنځ لويه فاصله تل د دا ډول غونډو د نتائجو لپاره يو ډېر لوے مشکل ؤ او دے.
په تقريباً تېر يو کال کښې د امريکې او اروپائي اتحاديې لخوا له افغانستان سره د مرستو په کمولو يا ختمولو مشتملو ګواښونو کول چې په افغانستان کښې د فساد د زياتېدو او د صلحې په بهير کښې د دغه هېواد د حکومت بې پروګرامۍ په چټي بهانو د دې سبب شول چې د کابل چارواکي د بيارغونې له چلند سره د بهرنيو مرستو د ناڅاپه کمښت په باره کښې د کابل چاراکي سخت اندېښمن شي.
په فغانستان کښې د مالي فساد د اوسنۍ بهير د دوام په صورت کښې د مرستو د بندولو په باره کښې خبردارۍ په په داسې حال کښې دي چې په دغه هېواد کښې د مالي فساد مهمه برخه د افغانستان د بيا رغونې په ډګر کښې د برخه اخېستونکو بهرنيو شرکتونو د اشتباه کارکردګۍ په وجه ده چې لويديځې ادارې پرې هم اعتراف کوي.
د سېګار په نامه د افغانستان د بيارغونې لپاره د عمومي تحقيقاتي ادارې چې د امريکې د حکومت لخوا چلولې شي په مختلفو رپوټونو کښې په ځلونو اعتراف شوےدے، هغه پروژې چې د بيارغونې په لېسټ کښې راغلې دي د خلقو د ضرورتونو په پوره کولو کښې د نه ترجيح په وجه يوازې د نړيوالو مالي مرستو د ضائع کېدو سبب شوې دي.
افغان حکومت ته د لويديځو هېوادونولخوا د داسې ګواښونو او خبرداريو د شتون باوجود د دغه هېواد چاراکي اندېښمن دي چې په افغانستان کښې د جنګ له ختمولو او صلحې له ټينګولو سره له دغه هېواد سره بهرنۍ مرستې بندې شي چې دا مسئله په افغانستان کښې د څو لسيزو د کورني جنګ په وجه د رامنځته شويو ويجاړيو د بيا رغونې د بهير دوام لپاره پراخو مالي سرچينو ضرورت او همدارنګ ناڅه کورنيو درامداتو ته په پام سره د مهمو او ضروري چاردو د بودجط تامين هم په خطر کښې وغورزيږي.
د داسې يو اټکل په بنياد دي چې افغان حکومت کوشش کوي حتی د جنګ له خاتمې او د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته هم له دغه هېواد سره د مرستو د دوام د ضرورت په باره کښې د نورو هېوادونو د چارواکو په دوه اړخيزو يا څو اړخيزو غونډو کښې هڅونه وکړي.
د افغانستان د بيا رغونې له بهير سر د مرستې د دوام د مسئلې د څېړلو لپاره په کابل کښې د څلوېښتو هېوادونو او نړيوالو ادارو د استازيو دوه ورځنۍ غونډه په دې لړ کښې د تېرو غونډو د مصوبو تعقيبول يوه داسې موقع ده چې د دغه هېواد چارواکي يو ځل بيا په دغه غونډه کښې د ګډون کونکو لپاره د دغو مرستو د دوام ضرورتونه بيان کړي.
له افغان حکومت سره د طالب ډلې د درې ورځنۍ ډزبندۍ له اعلانه وروسته د دغه هېواد د لسمشرۍ ارګ ماڼۍ هم له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل چې په دغې ډزبندۍ دې ژمن اوسي.
طالبانو په يوې بيانيه کښې وويل د دغې ډلې ټول غړي د قربانۍ د اختر د رديو ورځو او شپو په دوران کښې پکار نه دي د افغانستان د امنيتي ا دفاعي ځواکونو په خلاف د هيڅ ډول عمليات ترسره کړي.
په دغه بيانيه کښې همدارنګ تاکيد شوے ؤ چې د افغان ځواکونو د حملې په صورت کښې دې طالبان هم ورته سخت ځواب ورکړي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ارګ ماڼۍ هم د ډزبندۍ لپاره د طالب ډلې له وړاندې کېدو څخه په هرکلي سره دا د صلحې په لړ کښې يو مهم ګام وبلۀ خو تاکيد يې وکړ چې د افغانستان خلق د پائيداره ډزبندۍ او د حکومت او طالبانو ترمېنځ د صلحې د نېغ په نېغه خبرو اترو د شروع کېدو غوښتونکي دي.
د طالب ډلې لخوا د درې ورځنۍ ډزبندۍ اعلان چېد افغان حکومت له مثبت غبرګون سره مخامخ شود بنديانو د آزادۍ په شمول د دواړو خواو ترمېنځ د صلحې د چلند په شروع کولو سره د دغې ډلې په تګلارو کښې د بدلون يوه نښه کېدې شي.
په داسې حال کښې طالبانو په افغانستان د قربانۍ د اختر په مناسبت درې ورځنۍ ډزبندي اعلان وکړ چې دغې ډلې په وروستيو کلونو کښې په دې اړه د دغه هېواد د حکومت له هرډول وړانديز سره مخالفت کړےؤ.
د طالب ډلې لخوا د درې ورځنۍ ډزبندۍ له اعلان نه علاوه د دغې ډلې لخوا د افغان حکومت د بنديانو د آزادۍ د بهير تکميل دا مطلب اخېستنه رامنځته کړې ده چې طالبانو د تېرو وختونو په اپوټه په دغه هېواد کښې د صلحې د بهير په وړاندې نرم دريځ غوره کړے دے.
-----------