۱۷ طالبان له افغان ځواکونو سره په نښته کښې ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92108-۱۷_طالبان_له_افغان_ځواکونو_سره_په_نښته_کښې_ووژل_شول
د افغانستان د ملي اردو له ځواکونو سره د نښتې له امله د طالب دلې اوولس وسله وال وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2020 09:49 Asia/Kabul
  • د طالبانو د مړو یو پخوانی انځور
    د طالبانو د مړو یو پخوانی انځور

د افغانستان د ملي اردو له ځواکونو سره د نښتې له امله د طالب دلې اوولس وسله وال وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت نن وویل چې طالب وسله والو د دغه هیواد د شمال په بلخ ولایت کښې د افغان ځواکونو په سنګرونو حمله وکړه او ورسره ښکیل شول چې له امله یې ۱۲ طالبان مړه او څلور زخمي شوي دي.

هم داشان د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کښې د طالب وسله والو او د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو ترمینځ نښته کښې ۵ طالبان وژل شوي او دولس نور ژوبل شوي دي.

په دغو نښتو کښې د افغانستان د پوځي ځواکونو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه کوم رپورټ نه دی ترلاسه شوی.

په عین حال کښې د افغانستان په لویدیځ کښ د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن وویل چې د دغه هیواد پوځي ځواکونو په تیروتنې سره یو راکټ توغولې چې له امله یې اته تنه ملکي افغانان ژوبل شوي دي.