د افغانستان حکومت طالب بندیان خوشي کوي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې درې (۳) ورځنۍ غونډه پرون پاې ته ورسیده چې پکښې په سلګونو ګډون کونکو د څلور سوه (۴۰۰) طالب بندیانو له خوشي کیدا سره موافقه وکړه چې د هیواد د ښکیلو لورو ترمینځ د خبرو اترو د پیلیدا لپاره لاره هواره کړي .
د لویې جرګې بیانیې چې په پښتو او فارسۍ ژبو کښې ولوستل شوه سمدستي د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدا او د اووربند د ټینګیدا غوښتنه وکړه .
د افغانستان د حکومتي چارواکو او د طالبانو ترمینځ د خبرواترو د ترسره کیدا لپاره تراوسه کومه نیټه نه ده ټاکل شوي خو ویل کیږي چې دغه خبرې به راتلونکي اونۍ پیل شي او احتمال شته چې دغه خبرې په عربي هیواد قطر کښې وشي چیرې چې طالبان سیاسي دفتر لري .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د لویې جرګې د غړیو د فیصلې ستاینه وکړه او په طالبانو یې غږ وکړ چې جنګ پاې ته ورسوي .
د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین هم وویل د لویې جرګې فیصله ښه ده او ښه او مثبت ګام دی .
هغه وویل د طالبانو د نورو څلوروسوو (۴۰۰) بندیانو له خوشي کیدا وروسته به د کابل د حکومت او د طالبانو ترمینځ خبرې اترې په یوې (۱) اونۍ کښې پیل شي .
د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین د اووربند په هکله وویل طالبان هغه موافقې ته چې په قطر کښې یې له امریکا سره کړي ده ژمن دي او زیاته یې کړه د دغه موافقې پراساس اووربند به هغه یو (۱)مورد وي چې په بین الافغاني خبرو کښې به ورباندې بحث وشي .