د افغانستان ولسمشر لویدیځو هیوادونو ته خبرداری ورکړ
(last modified Thu, 20 Aug 2020 06:59:45 GMT )
Aug 20, 2020 11:29 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر لویدیځو هیوادونو ته خبرداری ورکړ

زمونږ خبریال وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د طالبانو د خطرناکو بندیانو د خوشي کولو د پایلو په هکله د لویدیځو هیوادونو مشرانو ته خبرداری ورکړ .

اشرف غني د بریتانیا له ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کښې د طالبانو د څلورسوه (۴۰۰) خطرناکو بندیانو د خوشي کیدا په هکله وویل د لویدیځو هیوادونو مشران د طالبانو د دغو بندیانو د خوشي کیدا د پایلو مسول دي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وویل که چیرې دغه خطرناک طالبان خوشي شي او یو ځل بیا په هیواد کښې جرمونه او جنایتونه وکړي نو لویدیځ هیوادونه مسول دي او باید ځواب ورکړي .

ویل کیږي چې د طالبانو په پاتې بندیانو کښې څه د پاسه یوسل پنځوس (۱۵۰) د نشه ییزو موادو قاچاقبران دي او د کابل حکومت دغه کسان خطرناک بللي وو او برخلیک یې لویې جرګې ته ورسپارلی و او لویې جرګې هم د طالبانو د دغو  څلورسوه (۴۰۰) بندیانو خوشي کولو ته مثبته رایه ورکړي وه .

د افغانستان حکومت د طالبانو له دغو څلورسوه (۴۰۰) بندیانو څخه اتیا (۸۰) تنه خوشي کړي دي خو د ځینو لویدیځو هیوادونو د مخالفت په دلیل د طالبانو د بندیانو خوشي کیدل بند شوي دي .

څه موده مخکې اسټرالیا او فرانسې د افغانستان په حکومت غږ وکړ چې ترهګر بندیان دې خوشي نکړي .

په عین حال کښې د امریکا چارواکي زر تر زره د بین الافغاني خبرو اترو په پیلیدا ټینګار لري او د طالب بندیانو د زر خوشي کیدا غوښتنه کوي .

 

ټیګونه