په ایران کې په کرونا کابو ۳لکه لس زره ککړکسان ښه شوي دي
(last modified Sun, 23 Aug 2020 10:37:08 GMT )
Aug 23, 2020 15:07 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا کابو ۳لکه لس زره ککړکسان ښه شوي دي

په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر تر دې دمه څه دپاسه درویشت میلیون او څلورو لکو تنو ته رسیدلی چې له دوي کابو اته لکه نهه زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همداراز څه دپاسه پنځلس میلیون او نهه لکه پنځه دیرش زره تنه هم په درملنې پسې ښه شوي اوله روغتونونو رخصت شوي دي .

زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران دروغتیائی چارو زوارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري  نن په هیواد کې په کرونا ویروس دککړو کسانو دوروستیو احصایو  په باب  وئیلي دي،د تشخیص د قطعي معیارونو په اساس  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ایران کې په کرونا نور دوه زره یو سل دیارلس کسان ککړ شوي دي  چې له روي اته سوه دوه اتیا  کسان  په روغتونونو کې بستري شوي دي .

میرمن سیماسادات  همداراز ددې خبرې په کولو سره چې  په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر درې لکه اته پنځوس زره نهه سوه تنو ته رسیدلی  زیاته کړې ده ، له بده مرغه په تیر شواروز کې  په ایران کې په کرونا ککړو یوسل  یو څلویښت کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی  او په ټول کې تر دې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر هم شل زره  شپږ سوه درې څلویښت تنو ته رسیدلی دی .

 هغې همداراز وئیلي ، تر دې دمه  په ایران کې  کابو درې لکه نهه زره څلور سوه پنځوس کسان هم په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

په درستې نړۍ کې  په کرونا ویروس دککړوکسانو شمیر تردې دمه څه دپاسه درویشت میلیون  او څلورو لکو تنو ته رسیدلی چې له دوي کابو اته لکه نهه زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همداراز  څه دپاسه پنځلس  میلیون او نهه لکه پنځه دیرش زره تنه هم په درملنې پسې ښه شوي اوله روغتونونو رخصت شوي دي .

داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې  هم په تیرو ۲۴ساعتونوکې  په کرونا۴۶ کسان ککړ شوي  او یوازې دوه کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

 دغه راز له اسلام اباده هم رارسیدلي راپورونه ښئ چې په پاکستان کې هم په تیرشواروز کې  په کرونا ویروس کابو پنځه سوه یو نوي کسان ککړ شوي او یوازې څلورو ککړو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .  

 

ټیګونه