افغانستان کښې د حسیني تاسوعا مراسم روان دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92543-افغانستان_کښې_د_حسیني_تاسوعا_مراسم_روان_دي
د افغانستان خلکو د محرم په نهمه ورځ د حسیني تاسوعا دستورې ولمانځلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2020 11:15 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان خلکو د محرم په نهمه ورځ د حسیني تاسوعا دستورې ولمانځلې.

د امنیتي ګواښونو سره سره د حضرت ابا عبدا... الحسین علیه السلام ماتمیانو د افغانستان په مختلفو سیمو کښې په جوماتونو او امامباړو کښې د تاسوعا د ورځې مراسم ترسره کړل او نوحه خواني یې وکړه.

مداحي، نوحې او د شهیدانو د سید او سالار د پاڅون د اهدافو او تعلیماتو او هم داشان د کربلا په دشته کښې د شهیدانو د مظلومیت په هکله د علماؤ او خطیبانو ویناوې په افغانستان کښې د حسیني عزادارانو د تاسوعا د ورځې ځینې پروګرامونه وو.

نن هم داشان د پلازمینې کابل په سړکونو باندې هم حسیني ولوله ترسترګو کیدله او په جوماتونو، امامباړو او مذهبي ځایونو باندې لګیدلو تورو بیرغونو او پردو د خلکو پام ځانته اړوه.

په افغانستان کښې خرابو امنیتي حالاتو ته په پام سره د تاسوعا د عزادارۍ مراسم تر سختو امنیتي تابیاؤ لاندې ترسره شول.