په کابل کښې د ايران او افغانستان ګډ تخصصي نندارتون پرانېستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93091-په_کابل_کښې_د_ايران_او_افغانستان_ګډ_تخصصي_نندارتون_پرانېستل_شو
د فني، انجنيئرۍ او مدني خدماتو په برخو کښې د ايران او افغانستان ګډ تخصصي نندارتون د دواړو هېوادونو د لوړ رتبه چارواکو په شتون سره په کابل کښې پرانېستل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 22, 2020 09:17 Asia/Kabul
  • په کابل کښې د ايران او افغانستان ګډ تخصصي نندارتون پرانېستل شو

د فني، انجنيئرۍ او مدني خدماتو په برخو کښې د ايران او افغانستان ګډ تخصصي نندارتون د دواړو هېوادونو د لوړ رتبه چارواکو په شتون سره په کابل کښې پرانېستل شو.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې يويشت ايراني شرکتونه د مدني خدماتو په برخه ښې، څلورپنځوس ايراني شرکتونه د فني او انجنيئرۍ د خدماتو په برخه کښې چې برېښنا، انرجي او مخابرات پکښې شامل دي په دغه نندارتون کښې شتون لري.

دغه نندارتون به تر دريو ورځو جاري  وي.