په هرات کښې « د امام حسين (ع) غورځنګ» علمي- تحليلي سمينار اوشو
د امام حسين عليه السلام د غورځنګ څه رنګوالے نومې علمي- تحليلي سمينار د افغانستان د اسلامي اخوت د شورا لخوا د ديني علماو، پوهانو، کلتوري فعالانو، ځواناو، دانشورانو او سپين روبو په شتون سره د دغه هېواد په هرات کښې اوشو.
د آوا افغان خبري آژانس د رپوټ له همخې د هرات پوهنتون استاد پوهاند عبدالحمید صميم په دغه سمينار کښې په خپله وېنا کښې د امام حسين (ع) په غورځنګ کښې د اخوت په اړه وويل، د ايماني اخوت او ورورولۍ ساتنه د قرآن مجيد له تعليماتو څخه ده. هغه زياته کړه، د امام حسين (ع) د پاڅون مقصد د اسلامي امت اصلاح او له اخلاقي او کرداري انحرافاتو څخه مخنيوے ؤ خو اوس تعصبات خپل اوج ته رسېدلي دي، نو پکار دے د عاشورې واقعې ته د يو فکري مکتب په توګه کتنه اوشي او د خپل کار او ژوند لپاره يوه نمونه وګرځولې شي.
د هرات د علميه حوزې د فقهې او اصولواستاد آيت ا... سيد حيدر علوي نژاد هم وويل، د امام حسين (ع) غورځنګ تل دوام لري، په دې شرط سره چې د هغه حضرت بېرغ او تفکر اوچت کړو او د فساد او ظلم په مقابل کښې پاڅون وکړوو.