د جنګونو ختمیدل د سولې په خبرو کښې مهم رول لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93290-د_جنګونو_ختمیدل_د_سولې_په_خبرو_کښې_مهم_رول_لري
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د قطر په پلازمینې دوحې کښې له طالبانو ډلې سره د خبرو اترو نتیجې ته رسیدل په دغه هیواد کښې د جنګونو له ختمیدا سره مشروطه کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2020 09:16 Asia/Kabul
  • د جنګونو ختمیدل د سولې په خبرو کښې مهم رول لري

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د قطر په پلازمینې دوحې کښې له طالبانو ډلې سره د خبرو اترو نتیجې ته رسیدل په دغه هیواد کښې د جنګونو له ختمیدا سره مشروطه کړل .

عبدالله عبدالله پرون پاکستان ته د خپل درې (3)ورځني سفر په پاې کښې په افغانستان کښې د جنګونو د ختمیدا په ضرورت ټینګار سره وویل له طالبانو سره د خبرو اترو بریالیتوب چې په قطر کښې روانې دي د نښتو له بندیدا سره اړونده دی .

د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله وویل په هیواد کښې د امنیت ټینګیدا د حکومت او د خلکو اولنی لومړیتوب دی .

هغه جوته کړه افغانستان او پاکستان د  افغانستان د کړکیچ د حل لپاره ګډ نظر لري .

د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمینځ د سولې خبرې اترې د سپتمبر د میاشتې له دولسمې (۱۲) نیټې راهسې د قطر په دوحې کښې پیل شوي دي خو دواړه لورې تراسه نه دي توانیدلي په هیواد کښې د جنګونو د ختمیدا او د سولې په هکله موافقې ته ورسیږي .