د طالبانو او افغانستان ځواکونو ترمینځ نښته شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93302-د_طالبانو_او_افغانستان_ځواکونو_ترمینځ_نښته_شوې_ده
د افغانستان یوولس تنه پوځیان او د طالب ډلې غړي په وروستیو نښتو کښې وژل شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2020 04:14 Asia/Kabul
  • د طالبانو او افغانستان ځواکونو ترمینځ نښته شوې ده

د افغانستان یوولس تنه پوځیان او د طالب ډلې غړي په وروستیو نښتو کښې وژل شوې دي.

د افغانستان یوولس تنه پوځیان او د طالب ډلې غړي په وروستیو نښتو کښې وژل شوې دي.

د افغانستان د بغلان د ولایتي شورا غړي فیروز الدین ایماق پرون وویل چې د دغه ولایت په چشمه شیر سیمه کښې د دغه هیواد له امنیتي ځواکونو سره د طالب وسله والو په نښته کښې یو افغان پوځي مړ او د بغلان د پولیسو قومندان سره د دوو ساتونکو زخمي شوی دی.

په دغه نښته کښې چې د خبر تر مخابره کیدو یې دوام درلود، د طالبانو لس غړي هم وژل شوي او اته نور ژوبل شوې دي.

په عین حال کښې د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د طالب ډلې یو مشر سره د دوو ملګري، د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کښې له ۳۰ کیلوګرامه چاودونکو توکو سره ونیوې شول.

دا نښته په داسې حال کښې شوې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د صلحې خبرې اترې د ستمبر له ۱۲ نیټې څخه د قطر په دوحه کښې پیل شوي خو تراوسه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلې.