پاکستان په افغانستان کښې په سولې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93413-پاکستان_په_افغانستان_کښې_په_سولې_ټینګار_وکړ
تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د کړکیچ حل د سیمې لپاره ضروري وباله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 08, 2020 04:48 Asia/Kabul
  • پاکستان په افغانستان کښې په سولې ټینګار وکړ

تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د کړکیچ حل د سیمې لپاره ضروري وباله .

هغه پرون په اسلام باد کښې د افغانستان په چارو کښې د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په کتنې کښې وویل په سیمه کښې د سولې او د ثبات ټینګیدل د افغانستان د کړکیچ په سوله ییز ډول له حل کیدا سره تړلی دی .

شاه محمود قریشي وویل پاکستان په افغانستان او سیمه کښې د سولې او د ثبات د ټینګیدا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي .

دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان په چارو کښې د افغانستان د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داود زي ویلي وو چې د اسلام اباد حکومت په افغانستان کښې د اووربند د ټینګیدا په هکله روښانه دریځ نه دی لرلی .