امریکا هیڅکله داسلامی هیوادونو د پرمختګ او امنیت فکرنه کوۍ
د ایران داسلامی شورا مشر دې ته په اشارې سره چې د افغانستان اساسی قانون ددغه ملت د څو لسیزو دمجاهدت نتیجه ده ټينګار کړی ، دافغانستان د اساسی قانون ، حکومت او لوئې جرګې ساتل ډير زیات اهمیّت لري او ایران ددې موضوع بشپړ ملاتړ کوي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران داسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف پرون مازدیګر په تهران کې دافغانستان د ملی مصالحې دلوړې شورا له مشر عبدا...عبدا... سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې د بهرنیانو لاسوهنې تل د سیمې داسلامی هیوادون ود ناکراریو لامل شوي دي ، روښانه کړې ده ، ترڅو چې دسیمې هیوادونه او ددغو هیوادونو خلک او بیلابیل قومونه په وحدت ،یووالي ، غږملتیا او یوزړتوب ته ونه رسیږي ، بهرني ځواکونه او دهغو په سر کې امریکا یوازې خپلې سپيرې او بې شرمه موخې تعبیبوي .
ښاغلی قالیباف داسلامی هیوادونو ترمینځ د وحدت د رامینځةکیدا او د دوي په چارو کې له لاسوهنې پرته د غږملتیا د رامینځةکولو لپاره د ایران هڅو ته په اشارې سره هم ووئيل ، د ایران او افغانستان ډيرو موضوعګانو له یوې بلې سره غوټه خوړلې ده او د دواړو هیوادونو ترمینځ ژور تاریخي او کلتوري ارتباطات موجود دي .
د ایران داسلامی شورا مشر دې ته په اشارې سره چې د افغانستان اساسی قانون ددغه ملت د څو لسیزو دمجاهدت نتیجه ده ټينګار کړی ، دافغانستان د اساسی قانون،حکومت او لوئې جرګې ساتل ډير زیات اهمیّت لري او ایران ددې موضوع بشپړ ملاتړ کوي .
د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر هم په دغې کتنې کې له خپله هیواده د اسلامی ایران د حکومت او ملت دملاتړونو په قدرونې سره وئيلي ، د تهران موخه د اسلامی جمهوری افغانستان او ددغه هیواد داساسی قانون په سیوري کې له سولې څخه ملاتړ دی او ایران تل په تیرو څلورو لسیزو کې د افغانستان د ولس ترڅنګ ولاړ دی . هغه ددې خبرې په کولو سره چې له دوستو ،ګاونډیو او غږمله هیوادونو سره غږملتیا او ملګرتیاوې په دوو اړخیزو اړیکو کې موجوده خلاګانې ډکوي ، روښانه کړې ده ، د ایران او افغانستان د ملګرتیا جامع سند دبرابریدو په حال کې دی چې د دوي په ټولو ډګرونو کې پرمختګونه شته دي . او د ایران د پارلیمان او د افغانستان د ولسی جرګې اړیکې دهغو موخو دپرمخ بیولو لپاره چې د دواړو هیوادونو د خلکو په ګټه دي ، مرسته کونکي کیدلی شي .