د هرات په جیل کښې د نښتې له امله اته کسان ووژل شول
(last modified Fri, 30 Oct 2020 03:09:00 GMT )
Oct 30, 2020 07:39 Asia/Kabul
  • د هرات په جیل کښې د نښتې له امله اته کسان ووژل شول

اته تنه زندانیان د افغانستان د هرات په جیل کښې د شوې نښتې له امله وژل شوي دي.

آوا خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان په لویدیځ کښې د هرات د زندان امنیتي چارواکو پرون وویل چې په دغه نښته کښې چې د زندان د امنیتي ځواکونو او زندانیانو ترمینځ وشوه، ۱۲ تنه نور قیدیان هم په کښې ژوبل شول.

په دغه رپورټ کښې د هرات زندان د امنیتي ځواکونو احتمالي مرګ ژوبلې ته هیڅ اشاره نه ده شوې.

دغه نښته هغه وخت رامینځته شوه چې د ځینو زندانیانو لخوا په جیل کښې دننه د ځانونو لپاره په غیرقانوني توګه جوړې شوې اختصاصي کوټې د زندان د مدیر په حکم ورانې کړې شوې.

د هرات په جیل کښې د مختلفو جرمونو په تور څه باندې درې زره کسان بندي دي.

 

ټیګونه