په ارزګان ولایت کښې لسګونه وسله وال مړه او ژوبل شول
(last modified Fri, 30 Oct 2020 08:57:20 GMT )
Oct 30, 2020 13:27 Asia/Kabul
  • په ارزګان ولایت کښې لسګونه وسله وال مړه او ژوبل شول

د ارزګان ولایت سیمه ایزچارواکي د دغه ولایت د هراود ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو له شتونه پاکه بولي.

د افغانستان د ارزګان ولايت د والی ویاند احمدشا ساحل وایی چې له څو ورځوراهسې په دهراود ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو له افغان ځواکونو سره نښتې روانې وې، د دغو نښتوپه نتيجه کښې یوشمیر سیمې وسله والو طالبانو په خپل کنټرول کښې راوستې خو نوموړی وایی چې تیرمازیګر او شپه افغان هوایي ځواک پرهغو سیمو بمبارۍ وکړ ېچې وسله والو طالبانو په کنټرول کې وې .

ساحل وایي ددغو هوایي بریدونو په نتيجه کښې په وړومبي ځل (۱۶) تنه او په دويم ځل چې دشپې ترسره شول (۲۱) تنه طالبان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې اوسمهال د دهراود ولسوالۍ امنیتي وضیعت نارمل دے او د ملي اردو دڅلورمې پلې لوا قومندان ډګروال موسوي هلته تللی او تصفیوي عملیات یې شروع کړي دي.  

ساحل زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې دوو افغان ځواکونوته مرګ ژوبله اوښتې.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیوته څه نه دي ویلي.

 

ټیګونه