۱۳ میلیونه افغانان خوراکي امنیت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94010-۱۳_میلیونه_افغانان_خوراکي_امنیت_نه_لري
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال ټینګار وکړ  چې په دغه هیواد کښې ۱۳ میلیونه کسان د خوړو له نظره امنیت او خوندیتوب نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2020 04:03 Asia/Kabul
  • ۱۳ میلیونه افغانان خوراکي امنیت نه لري

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال ټینګار وکړ  چې په دغه هیواد کښې ۱۳ میلیونه کسان د خوړو له نظره امنیت او خوندیتوب نه لري.

سرور دانش پرون په کابل کښې د خوراک د نړیوالې ورځې په دستورو کښې وویل: له دغو دیارلسو میلیونو څخه اته میلیونه کسان د مرګ له خطر سره مخامخ دي او تقریباً لس میلیونه یې په کلیو کښې او کابو درې میلیونه یې د افغانستان په ښارونو کښې اوسیږي.

هغه بې وزلي او ناامني د افغانستان دخلکو د خوراکي ناامنۍ اصلي وجوهات وبلل او زیاته یې کړه: د افغانستان د حکومت د رسمي احصائیو له مخې، د هیواد له نیمايي زیات نفوس د ژوند د فقر تر کرښې لاندې ژوند تیروي.